شاته

د سولې له اعلان شوي مذاکراتي ټیم سره د طالبانو مخالفت

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له لوري د سولې د مذاکراتي‌ ټیم ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي دي چې"ډیری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي."

افغان حکومت څو ورځې مخکې د معصوم ستانکزي په ګډون له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته د ۲۱ کسانو یو ډله اعلان کړه. په دغې ډلې کې د حکومت او په افغانستان کې د نورو بېلابېلو سیاسي ډلو او مدني ټولنو استازي شامل دي.

خو طالبانو د شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري۹) په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې دا ډله په افغانستان کې د ټولو سیاسي "جهتونو" نشي کولی. د طالبانو بل انتقاد دا دی چې دا ټیم حکومت اعلان کړی دی.

د طالبانو اعلامیه وایي چې اعلان شوی ټیم د افغان حکومت له خوا معرفي شوی دی او دا "زموږ د اصولي دریځ او امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف دی.د دې پخاطر چې یوې دایمي او رښتینې سولې ته ورسیږو، یاد ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه تشکیل شي تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي خو اوس لیدل کیږي چې ډیری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت او د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له لوري د دغې ډلې د ټاکلو او اعلان هرکلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دغه ټیم د "ولس ریښتینی انځور او د ښځو رغنده ونډه څرګندوي."

سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې دا ټیم د نورو جهتونو استازیتوب نشي کولی، خو د ټیم له اعلان وروسته تر دې دمه په افغانستان کې کوم سیاسي ګوند یا سیاسي څېرې د اعلان شوي ټیم سره ښکاره مخالفت نه دی ښودلی.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي استازو له طالبانو سره په قطر کې څو میاشتې خبرې وکړې او بیا یې تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې طالبان به د افغان حکومت او نورو سیاسي ډلو سره بین الافغاني مذاکرات پیلوي چې په افغانستان کې د سولې راتلو ته لار پرانیستل شي.