بيلاروس: د اروپا یوازینی هېواد چې کورونا ته اندېښمن نه دی
اروپا اوس د کورونا وېروس د وبا پر نړېوال مرکز بدله شوې، خو په دې لویه وچه کې داسې هېواد هم شته چې چارواکي یې خپلو خلکو ته په ورځني ژوند کې د نه بدلون سپارښتنه کوي.
بيلاروس یا سپینه روسیه له ډېرو اړخونو یو ځانګړی هېواد دی، دا د اروپا له نورو هېوادونو او ان له خپلو نږدې ګاونډیانو اوکراین او روسیې هم خپل ډېر مختلف چلن غوره کړی دی.
اوکراین هم له کورونا وېروس سره د مبارزې په پار بیړنۍ حالت اعلانوي، روسیې ښوونځي تړلي، پر لویو لویوغونډو یې هم بندیزونه لګولي او همدارنګه ټول تلونکي او راتلونکي پروازونه یې هم ځنډولي، خو له بلې خوا بېلاروس کې له څو پلوه ژوند په عادي ډول روان دی.
د بيلاروس پولې پرانیستې دي، خلک خپلو دندو ته ځي او د بېړني حالت لپاره هېڅ تشناب کاغذ نه زېرمه کوي.
مه وېریږئ
د بيلاروس ولسمشر الیکزاندر لوکاشینکو وایي، په هېواد کې د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره هېڅ احتیاطي تدابیرو ته اړتیا نشته.
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو
- له کورونا وېروس د ځان ژغورلو اته سپارښتنې
- کورونا وېروس او د وبايي ناروغیو تاریخ
- له کورونا ویروس ډار زموږ پر روان څه اغېز کوي؟
نوموړي د دې هېواد په پلازمېنه مېنسک کې د چین له سفیر سره په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې وېریدو ته اړتیا نشته 'داسې پېښې کېږي'
په بيلاروس کې د سینما تالارونه او هنري نندارې نه دي تړل شوي او نه هم پر غونډو بندیزونه لګېدلي. دا په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې لا هم د فوټبال سیالۍ یې لغوه نه کړې.
په بيلاروس کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په عادي ډول روانې دي او ګاونډۍ روسیه کې د فوټبال له لیدلو ډارېدونکو مینه والو ته په تلوېزون ژوندۍ خپرېږي.
'ټریکټر د کورونا درملنه کولی شي'
د ولسمشر لوکاشینکو دا خبره چې ' ټریکټر د کورونا وېروس درملنه کولی شي' په یوه عموي بحث بدله شوې او په خواله رسنیو کې یې هم غوغا جوړه کړې ده.
د ولسمشر اشاره کروندو کې پوره اخلاص سره کار کولو ته وه، هغه خپله شراب نه څښي، خو ویې ویل، د کورونا د نه خپرېدو په هڅه کې دې واډکا( یو ډول شراب) پرېښودل شي.
خو بیا هم د بيلاروس ډېری وګړي اندېښمن دي ځکه دوی پوهېږي چې په نوره نړۍ کې څه روان دي؟
په مېنسک کې ډېری تنکي ځوانان او د ښوونځیو ماشومان د ناروغۍ په پلمه رخصتي کوي.
د خلکو اندېښنو ته په پام د څو پوهنتونونو او کالجونو د ټولګیو وختونه بدل شوي چې زدکوونکي د ورځې په بوختو شېبو کې عامه ټرانسپورټ ونه کاروي.
د مېنسک په سړکونو او کوڅو کې ډېر کم خلک لیدل کېږي او دوی پوهیږي چې دا ساري ناروغي د پاخه عمر کسان ډېر ګواښي. خو د دې وبا په هکله چې خلک څومره پوهېږي حکومت پکې ډېر کم رول لري.
ولسمشر لوکاشینکو وايي، د اندېښنې هېڅ خبره نشته، ځکه له بهره د ټولو راتلونکو مسافرو معاینه کېږي.
دی ادعا کوي چې په ورځ کې یوازې له دوو تر دریو مساپرو د کورونا پر وېروس اخته موندل کېږي او هغه ژر تر ژره قرنطینېږي او بیا هلته د یوې نیمې تر دوو اونیو پاتېږي.
لوکاشینکو ټینګار کوي چې اندېښنې او ذهني فشار ډېر خطرناک دی، ان له دې وېروس هم ډېر خطرناک. نوموړي د هېواد استخباراتي 'بيلاروس کي.جي.بي' کارکوونکو ته هم لارښوونه کړې چې اوازې خپرونکي او وېره اچوونکي وڅاري.
تر اوسه په بيلاروس کې د کورونا پر وېروس ۸۶ تنه اخته شوي چې دوه ناروغان یې مړه شوي هم دي. دا رسماً تایید شوي چې دا ناروغان پر کورونا وېروس اخته دي.
بيلاروس له څو پلوه یو ځانګړی هېواد دی، دا د اروپا یوازینی هېواد دی چې لاهم پکې د مرګ د سزا قانون شته. دا د اروپا ځانګړی هېواد دی چې چارواکي یې د کورونا وېروس په اړه بې غوره دي.
په کم ساري ډول د بيلاروس د اپوزیسیون یو فعال اندري کېم چې په چارواکو یې ښکاره نیوکې کولې، دې برخه کې د ولسمشر له دریځ سره همغږی دی.
کېم په خپل فسبوک پاڼې لیکي، چې لوکاشینکو سم کار کوي ځکه پوهیږي چې د هېواد په کچه که قرنطین ولګیږي په دې سره د بيلاروس اقتصاد زیانمیږي.
هغه زیاتوي چې نړۍ کې هرڅه سره ګډوډ شوي، مګر بيلاروس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې حکومت خلکو ته د خوښې اقداماتو پرځای دوی ته د خیر هیله کوي.