BBC
 شاته

د بندیانو خلاصون: کابل ته د طالب پلاوي سفر وځنډېد

. د انځور حقوق Getty Images

کابل ته د طالبانو د هغه پلاوي راتګ ځنډېدلی چې د حکومت په زندانونو کې د بندیانو پیژندنه وکړي، ټاکل شوې وه چې دا پلاوی نن شنبه د مارچ په ۲۸مه کابل ته ولاړ شي.

افغان حکومت، که څه هم کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره د طالبانو د تخنيکي پلاوي د پلان شوي سفر دقیقه نېټه نه ښيي، وايي په نږدې وخت کې دغه پلاوی کابل ته ورځي.

د افغان حکومت امنیت شورا په داسې حال کې چې هیله ښيې په نږدې ورځو کې به دغه پلاوی کابل ته راشي خو د دقیقي نیټې په اړه يې څه نه وايي.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په یوه خبري غونډه کې وویل کله چې طالب پلاوی افغانستان ته راشي له هغوې سره تر خبرو وروسته به د سلو طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر فرمان عملي کېږي:"د عمر، روغتیايي وضعیت او د کورونا د وژونکي وېروس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتو سره به سل تنه زندانیان د بشر دوستۍ له مخې خوشي شي."

ښاغلي فیصل له طالبانو سره د افغان زندانیانو په اړه وویل، له دغه ډلې سره زر بندیان نشته او په خبره یې اوس دغه ډله د تاوتریخوالي له لارې غواړې نوي کسان ونیسي او دغه شمېر پوره کړي.

ده هیله وښودله چې طالبان پروپاګند ونه کړي، منفي تبلیغات ونه کړي، تاوتریخوالی راکم کړي، اوربند ته غاړه کیږدي، د افغانستان د خلکو د وژلو پروسه پای ته ورسوي او له خپلو خلکو سره سوله وکړي.

ښاغلی فیصل وايي، افغان حکومت ژمن دی چې په خپلو تعهداتو عمل وکړي او د سولې دا پروسه په ښه توګه مخته یوسي، خو یادونه کوي چې طالبانو لا هم تاوتریخوالی نه دی کم کړی او نه یې هم په عمل کې ثابته کړې چې سوله کوي.

ټاکل شوې ده چې کابل ته د طالب زندانیانو د تخنیکي پلاوي د لېږد بهیر د سره صلیب کمېټه پر مخ یوسي، خو د طالبان یوه ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، په کابل کې د کورونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي له امله د لګېدلو بندیزونو له امله دغه کمېټې ترې غوښتي چې په تمه پاتې شي:"دا چې لېږد د سره صلیب په مرسته کېده، ددې ادارې په وینا چې پرسونل یې کم و او دا چې نن کابل قرنطین دی ددې ادارې چارواکو ویلي چې همکاران یې رخصت دي او دا سفر یې ځنډولی دی."

ښاغلی مجاهد همدارنګه وايي چې د پلاوي غړي یې ډېری له ولایتونو څخه کابل ته راځي چې دده پر ټکو دوی به سره یوځای کیږي او سور صلیب به یې لیږدوي.

د ذبيح الله مجاهد په وينا کابل ته د تلونکي پلاوي شمېر له ۱۵ څخه لسو ته راټيټ شوی دی، نوموړي بي بي سي ته وویل په دغو کسانو مولوي ضياالدين واقف، مولوي عبدالحميد اخندزاده، حافظ عبدالقدير، مولوي عبدالظاهر نعمان، مولوي عبدالفتاح فاتح، مولوي عبدالهادي اخندزاده، مولوي عبدالله رابط، مولوي صديق الله حبيب، ذبيح الله نوراني او محمد نسيم هلال شامل دي.

تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي و، چې دغه پلاوی به لومړی کابل او بیا بګرام کې بندیخانو ته د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره ورشي تر څو حکومت ته د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پېژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي.

د طالب او افغان حکومت د بندیانو خلاصون هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې شوې، د دې هوکړې پر بنسټ به، امریکا له افغان حکومت سره د ۵ زره طالب بندیانو او له طالبانو سره د افغان حکومت د زر بندیانو خلاصون ته زمینه برابروي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دا پلاوی له بین الافغاني خبرو سره کار نه لري او یوازې به د زندانیانو د خوشي کېدو بهیر څاري.

د انځور حقوق MINISTRY OF PEACE
Image caption سلام رحیمي وایي، که طالبان تاوتریخوالی کم کړي نو حکومت بندیانو خوشي کولو ته چمتو دی

د کب په ۲۵مې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و، حکومت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی او دا بهیر یې نه دی ځنډولی، خو دده پر ټکو طالبان هم باید له خپلو ژمنو سره سم د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړې وه، که طالبان تاوتریخوالی نه کموي نو لږ تر لږه ډېروي دې هم نه او پرهغه څه دې عمل وکړي چې امریکا سره یې هوکړه کې منلي.

د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو، او په ټوله کې د افغان سولې بهیر کې د طالب زندانیانو خوشي کېدل یوه مهمه او جنجالي موضوع ده چې ښکېل اړخونه یې په اړه مخالف دریځونه لري.