BBC
 شاته

طالبانو د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت پلاوي سره مخالفت وښود

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، افغان حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د يوې ډلې په توګه ګډون کولی شي

وسله والو طالبانو رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې د سولې لپاره د افغان حکومت له پلاوي سره مخالفت ښودلی او د افغان حکومت له لوري‌ د پلاوي ټاکل يې له امريکا سره د شوې هوکړې خلاف بللي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، افغان حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د يوې ډلې په توګه ګډون کولی شي او په وينا يې سولې ته د رسېدو لپاره بايد په موافقه داسې ټيم جوړ شي چې د ټولو جهتونو استازولي وکړي.

دوې ورځې وړاندې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسيزه پلاوی اعلان کړی و.

د افغانستان پخواني ‌اجرائیه مشر عبدالله عبالله مرستيال وياند اميد ميثم دغه پلاوی ''ټوليز'' نه و بللی خو په کابل کې د امريکا سفارت او د سولې لپاره د امريکا ځانګړي‌استازي زلمي خليلزاد بيا د دغه ټيم هرکلی کړی و.

په ورته وخت کې افغان حکومت ويلي، کابل ته د هغه پلاوی راتګ ځنډېدلی چی د حکومت په زندانونو کې د بنديانو پېژندنه وکړي. ټاکل شوې وه چې دا پلاوی نن شنبه د مارچ په ۲۸ کابل ته ولاړ شي.

ارګ د انځور حقوق Arg
Image caption افغان حکومت دوې ورڅې وړاندې له طالبانو سره د سولې لپاره ۲۱ کسيزه پلاوی اعلان کړی و

افغان حکومت، که څه هم کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره د طالبانو د تخنيکي پلاوي د پلان شوي سفر دقیقه نېټه نه ښيي، وايي په نژدې وخت کې دغه پلاوی کابل ته ورځي.

طالبان بیا وايي، په کابل کې د کورونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګېدلو بندیزونو له امله د سره صليب کمېټې ترې غوښتي چې په تمه پاتې شي.

د افغان حکومت له خوا د سولې لپاره په مرکچي پلاوي کې پر پنځو مېرمنو سربېره د قومي مشرانو زامن هم شامل دي، لکه د عبدالرشيد دوستم رشيد زوی باتور دوستم، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی خالد نور د مطلب بېک زوی متين بېک د ملا نقيب الله زوی کليم الله نقيبي دي.

د افغان حکومت د پلاوينومونه

۱ معصوم ستانکزی د پلاوي مشر

۲ فاطمه ګیلاني

۳ نادر نادري

۴ عبدالمتین بیک

۵ فوزیه کوفي

۶ ضرار احمد مقبل

۷ عبدالهادي ارغندیوال

۸ محمد رسول طالب

۹ حبیبه سرابي

۱۰ ډاکټر غیرت بهیر

۱۱ محمد حفیظ منصور

۱۲ غلام فاروق مجروح

۱۳ مولوي عنایت الله بلیغ

۱۴ باتور دوستم

۱۵ کلیم الله نقیبي

۱۶ محمد ناطقي

۱۷ جنرال ایوب انصاري

۱۸ شهلا فرید

۱۹ شریفه زرمتۍ

۲۰ خالد نور

۲۱ ډاکټر امین احمدي