شاته

کرونا د علاج په خاطر څښل شويو شرابو په ایران کې سلګونه کسان مړه کړي

ایراني مطبوعات وايي د کرونا علاج په غرض څښل شویو زهر جنو شرابو په سلګونو خلک مړه کړي دي.

په ایران کې په شرابو پابندي ته او څوک په څرګنده نشي کولی چې ویې څښي خو د نشي شوقیان په خفیه توګه شوق پوره کوي، غیر معیاري شراب څښي او یا مېتنول نومې کیمیاوي زهر جنه مایعه څښي چې د شرابو خصوصیات لري.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي ایراني مطبوعاتو رپورټ کړي چې د ایران په ګوټ ګوت کې د ۳۰۰ نه ذیات کسان د مېتنول د څښلو دلاسه د مړه شوي او د ۱۰۰۰ نه زیات ناروغان شوي دي.

د ایران د صحت وزارت ډاکټر حسین حسنیان ای پي ته وویل د زهرجنو شرابو دلاسه ۴۸۰ کسان مشړه او د ۲۸۵۰ نه زیات کسان ناروغان شوې دي.

رپورټ وايي په ایران کې د زهرجنو مسله په داس حال کې مخې ته راغلې چې په سوشل میډیا د کرونا وایرس د علاج دپاره د جعلي دوایانو تشهیر کیږي او خلک په حکومت اعتماد نه کوي ځکه چې به لومړو ورځو کې یې دا تاثر ورکولو چې کرونا څه ډیره سنګنیه مسله نه ده.

ماهرین وايي د کرونا دوا یا د دې نه د محفوظ پاتې کېدو وېکسین لا نه دي تیار شوي.

ډاکټرحسین حسنیان ای پي ته وویل که نور ملکونه یوازې د کرونا وایرس سره مخامخ دي نو ایران دوه مسلې لري. "مونږ په دوو محا‌ذونو جنګیږوو...مونږ به د خلکو د زهرجنو شرابو علاج هم کو او د کرونا وایرس خلاف به هم جنګېږوو."

ایران چې ۸۰ مېلینه ابادي لري د کرونا وایرس ۲۹۰۰۰ کېسونه پکې رپورټ شوي دي او د وایرس دلاسه ۲۲۰۰ کسان مړه شوي دي چې په منځني ختیځ کې د بل هر ملک نه زیاته شمیره ده.