شاته

پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېر د ۱۳۰۰ نه سېوا شوی، ۱۱ يې مړه کړي

د پاکستان حکومتي شمېرې ښايي چې د تېرې شپې پورې په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېر ۱۲۹۶ ؤ خو د امریکې جان هوپکنز پوهنتون تر دې دمه په پاکستان کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۳۷۳ ښايي.

په پاکستان کې کرونا وايرس تر دې مه ۱۱ تنه مړه کړي او ۲۳ ترې ښه شوي دي.

حکومت وايي په وايرس اخته کسانو کې کې د اووه ؤ روغتيايي حالت خطرناک دی.

په پاکستان کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې شمېرې په پنجاب او سند صوبو کې مخې ته راغلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي دلته زياتره د کرونا وايرس نه زياتره هغه کسان اغېزمن شوي چې د تافتان نه راغلي دي.

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره په ټول ملک کې د ۳۱م مې پورې تعليمي ادارې تړلي دي.

په څلورو واړو صوبو کې د دوه اوونيو دپاره ټولبنديز په ځای کړی شوی او د صوبو ترمنځ د عامو ګاډو چلن هم ودرل شوی دی.

پاکستان کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه په ۲۶م فرورۍ مخې ته راغلې او لمړی تن ترې په ۱۸م مارچ مړ شوی ؤ.

د جان هوپکنز پوهنتون ترمخه تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۱۰ ده، څلور کسان ترې مړه شوي او دوه ترې صحتمند شوي هم دي.