شاته

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۰۶ته ورسېدې

د افغانستان روغتیا وزارت د کرونا ویروس د ۱۵نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ چې په دې سره په دغه هیواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار تېره شپه مارچ۲۷(وري اتمه) ویلي چې د یادو پېښو څخه ۱۱ یې په هرات، درې فراه او یوه هم په غزني ولایت کې ثبت شوې ده.

ښاغلي مایار ویلي چې د قاطع ملاتړ سرتېرو څلور پېښې په دغو مثبو پېښو کې نه دي شاملي دي.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز تېره ورځ هم په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۱۰ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ چې په وینا یې دوه یې بهرني دیپلوماتان دي، خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله درې تنه مړه شوي او څلور نور له دغه ویروس بېرته ښه شوي دي، خو د امریکا متحده ایالاتو جانس هاپکنز پوهنتون د مړو شوو کسانو شمېر څلور تنه ښيي.

درې ورځې مخکې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د خپلو څلورو سرتېرو په کرونا ویروس اخته کېدو خبر ورکړ چې دغه څلور مثبتې پېښې د روغتیا وزارت لخوا په اعلان شوي لېست کې نه دي شاملې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د کرونا ویروس خپرېدو له ویري په کابل کې د اکثریت دولتي ادارو د رخصتدېدو خبر ورکړ او خلک یې هم له ضرورت پرته په ښار کې له تګ راتګ څخه منعه کړل.