شاته

افغان حکومت طالبانو سره د مذاکراتو پلاوی اعلان کړو، زلمي خلیلزاد یې هرکلی کړی

په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره د مذاکراتو دپاره د حکومت پلاوي په جوړېدو افغان حکومت او نورو افغانانو ته مبارکي وېلې ده.

د جمعې په ورځ په ټوېټر پېغام کې ښاغلي خلیلزاد وویل "غواړم چې افغان حکومت، سیاسي او د مدني ټولنې مشرانو ته د سره راټولیدلو مبارکي ورکړم. دوي له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده. د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د انځور رښتونی او د ښځو د رغنده ونډې څرګنداوی کوي."

افغان حکومت د جمعې په ورځ طالبانو سره مذاکراتو دپاره د ۲۱ کسیزه پلاوي جوړوولو اعلان وکړو چې پکې میرمنې هم شاملې دي او مشري به یې د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستنکزی کوي.

دا لا نه ده معلومه چې د افغان حکومت او د طالبانو مذاکرات به کله او کوم ځای کېږي. د زلمي خلیلزاد په ټویټ کې هم په دې اړه څه معلومات نه وو.

د دې نه وړاندې د افغان حکومت او د طالب استازو ترمنځ د وډیو کانفرنس دلارې د خبرو دوه دورې شوي دي.

او طالبانو ویلي ۱۵ کسیزه پلاوی به یې د افغان حکومت د زندان څخه د خپلو قیدیانو د ازادولو په غرض افغانستان ته ورځي.

افغان حکومت او طالبانو ویلي د افغان حکومت په قید کې د بند طالب قیدیانو د ازادېدو لړۍ به د مارچ د میاشت د ۳۱ نېټې نه شروع شي.

افغان حکومت ویلي په لومړي پړاو به ۱۰۰ طالب قیدیان په شرط ازادولی شي چې په جنګ کې د بیا نه شاملېدو ضمانت به ورکوي.

تېره میاشت په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي د سولې لوظنامه دلاندې به افغان حکومت او طالبان د یو بل قیدیان ازادوي.