شاته

صدر ټرمپ کرونا وایرس نه د متاثر شویو امریکایانو د مالي امداد قانون لاس لیک کړو

د امریکې صدر ډانډ ټرمپ د جمعې په ورځ د دوه اشاریه دړه کرب (ټرېلین) ډالرو هغه قانون لاس لیک کړو چې دلارې به یې د کرونا وایرس نه متاثر شویو امریکایانو مالي امداد کولی شي.

د اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د دې قانون د لارې به د امریکې حکومت په چټکتیا زیاتره امریکایانو ته ۱۲۰۰ډالر ورکړی شي او د هغه کسانو مالي امداد به کولی شي چې د کرونا وایرس دلاسه بې روزګاره شوي دي.

د نوي قانون دلاندې به وړو او لویو کاروبارونو ته قرضونه او د ټېکس په ادایګۍ رعایت ورکولی شي. د دې نه علاوه د نوي قانون دلاندې ترلاسه شوي پېسې به په ریاستي او د مقامي حکومتونو په کچه د صحت نظام به بهتر کولو لګوي.

په وایټ هاوس کې د قانون دستخط کولو په موقع صدر ټرمپ وویل د قانون دلاندې به ولس په بیړنۍ توګه راحت ترلاسه کړی شي.

صدر ټرمپ د خپل واکمن ريپبلېکن او د حزب اختلاف ډېموکرېټک ګوند غړو د قانون په منظورولو ستاینه وکړه.

د صدر ټرمپ د لاس لیکوولو نه وړاندې د کانګرس دواړو ایوانونو، سېنیټ او هاوس اف رېپرېزېنټېیوز یا د نمایندګانو ایوان، د کرونا وایرس ځپلو امریکایانو سره د مالي امداد قانون منظور کړو.

ای پي په خپل رپورټ کې وویل په کوم یوالي او چټکتیا چې د کرونا ځپلو امریکایانو سره د مالي امداد قانون منظور کړو په کانګرس د کال ۲۰۰۱ د ناین الېون حملو نه وروسته په لومړي ځل ولیدل شو. رپورټ وايي امریکا د اقتٌصادي کړکیچ سره مخامخ دهو کاروبارونه او سکولونه تړل شوي دي او په امریکا کې د ژوند پایه قریباً ودرېدلي ده.

د کرونا ځپلو امریکایانو سره د کومک دپاره منظورې شوي پېسی د امریکې په تاریخ کې د داخلي چارو لپاره دا مرستې تر ټولو لوې قانون دی.

د سرښار واشنګټن سره نژدې په مېريلینډ کې د جانز هاپکنز د طب پوهنتون د شمیرو ترمخه په امریکا کې تر اوسه د کرونا وایرس دلاسه ۱۵۴۴ کسان مړه شوي او ۱۰۰۷۱۷ نور کسان دې مرض وهلي دي. په امریکا کې د کرونا وایرس نه د صحت یاب شویو کسانو شمیر ۸۶۲ دی.