شاته

د امریکا د استازو خونې کروناسره مبارزې ته دوه تریلیون ډالر تصویب کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې د جمعې په ورځ مارچ ۲۷ (وري۸) د کروناویروس سره د مبارزې لپاره دولسمشر ټرمپ د دوه تریلیون ډالرو پلان تصویب کړ.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به دا پلان ژر لاسلیک اوتوشیح کړي.

د دوه ټریلیون ډالرو په دغه مالي پکیچ کې به د متحدو ایالتونو له ټولو روغتونونو سره مالي مرسته کیږي چې د کروناویروس سره لا ښه مبارزه وشي او په کرونا د اخته کسانو لا ښه درملنه وشي.

همدغه راز د امریکا حکومت به د دغه مالي پلان په اساس له ټولو وړو کاروبارونو او سوداګریو او هغو شرکتونو سره هم مرسته کوي چې د کرونا له کبله زیانمن شوي دي.

پر دې سربېره دا مالي پلان به حکومت ته دا لار هم خلاصه کړي چې د کم عاید او منځني‌ عاید لرونکو امریکایانو سره، چې د کروناویروس له کبله یې اقتصادي‌ زیانونه لیدلي، هم مالي مرستې وکړې.

د دوو تریلیون ډالرو دا مالي پلان د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی مالي پکیچ بلل کیږي.

ولسمشر ټرمپ د ټویټر له لارې د متحدو ایالتونو له استازو غوښتي وو چې دا مالي‌پلان ژر تر ژره تصویب کړي.

امریکا دا مهال د کرونا ځپلیو هېوادونو په سر کې ځای لري. په امریکا کې تر تر دې دمه څه باندې ۱۲۰۰ تنه مړه شوي‌او ۸۶۰۱۲ پرې اخته دي.

د امریکا په ډېرو ښارونو کې ټول کاروبارونه، ښوونځي، رستورانتونه او لوی تجارتونه تړل شوي‌او خلکو ته ویل شوي چې له ضرورت پرته له خپلو کورونو څخه ونه وخي.