شاته

د امریکا د کروناوایرس د پېښو شمېرې له بل هر ملک نه زیاتي شوي

په امریکا کې د کرونا وایرس د تایید شویو پېښو شمېر د چین تر هغې هم واووښت او د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، د زیارت يا پنجشنبې تر ماښامه په دې هېواد کې د کرونا وایرس تایید شویو کېسونو شمېر تر 83000 هم لوړ شو. تر دې مخکې، په نړۍ کې تر ټولو زیاتې پېښې د چین وې چې شمېر یې څه باندې 81000 ته رسېده.

یاده دې وي چې د امریکا آباتي، نږدې 330 میلینه یادیږي چې د چين په نسبت ډېره کمه ده.

په نیویارک کې چې د کروناوایرس له اړخه د امریکا تر ټولو ځپل شوی ریاست ګڼل کیږي، هم د تایید شویو کېسونو شمېر څلوېښت زرو ته نږدې شوی دی.

همدا شان ویل شوي چې تر اوسه په امریکا کې د کرونا وایرس له امله، څه باندې 1100 کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا نایب صدر مایک پېنس د زیارت په ورځ وویل چې صدر ټرمپ ته به په راتلونکو دوو ورځو کې له خپلو سلاکارانو څخه د کرونا وایرس سره د مقابلې او د امریکا د اقتصاد د بیا پرانېستو په برخه کې مشورې واخلي.

ټرمپ دا څو ورځې کیږي چې د کروناوایرس د مخ په زیاتېدونکو پېښو سره سره، په امریکا کې د کاروبارونو د بیا پرانېستنې خبرې کوي. تر دې وړاندې، ټرمپ د خپلو سلاکارانو په مشوره، له ټولو امریکاییانو غوښتي و چې د پنځلسو ورځو دپاره دې ټولنیزې فاصلې وساتي او ګڼې ګوڼې دې راکمې کړي.

مایک پېنس وایي د دغو پنځلسو ورځو په ختمېدو سره، د صدر ټرمپ سلاکاران په پام کې لري چې د نویو شمېرو په نظر کې نیولو سره، هغه ته نوي پېشنهادونه وکړي.

صدر ټرمپ ویلي: "مونږ به دا وایرس لاندې کړو، مونږ ته په کار ده چې بېرته کار ته ستانه شو، زمونږ خلک کار غواړي."

صدر ټرمپ د کانګرس د استازو له ایوان نه هم وغوښتل چې د کرونا وایرس د آفت له مختلفو اثراتو سره د مقابلې دپاره دوه ټرېلین ډالري مالي پکېج دې زر تر زره پاس کړي څو له کرونا وایرس سره په ښه توګه مبارزه وشي.

د امریکا سنېټ د دې مالي پکېج قانون، پس له ډېرو لانجو او بحثونو، د شورو یا چهارشنبې په ورځ تصویب کړ او ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ د استازو په ایوان کې پرې ووټ اخېستنه وشي.