شاته

کورونا وايرس په نيويارک کې په يوه ورځ سل تنه مړه کړي

د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس وبا خونړی شکل خپل کړی دی او د زيارت په ورځ د دې وايرس له امله د سلو کسانو د مرګ پخلی شوی دی د کوم وروسته چې يواځې په نيويارک کې د دې وايرس نه د مړو شوو کسانو شمېره د ۴۰۰ نه سېوا شوې ده.

په امريکا کې د کرونا وايرس نه د ۱۰۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د نيويارک حالت په خصوصي او د امريکا په عمومي توګه د لوی خطر سره مخ ګرځولی دی.

په نيويارک کې تر دې دمه ۳۷زره دوه سوه کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی او په يوه شپه کې د شپږ نيمو زرو نه زيات کسانو کې دا وايرس مخې ته راغلی دی.

په نيويارک ښار کې دا دومره لويه شمېره په داسې حال کې مخې ته راغلې چې ګورنر کومو د مرکزي حکومت او صدر ټرمپ نه بيا بيا غوښتنه کوي چې دوي ته د وېنټيلېټرو ضرورت دی.

د شورو په ورځ د نيويارک په منهېټن سيمه کې يو نرس هم مړ شوی او خپل خپلوان يې تور لګوي چې د هغه ژوند بچ کېدی شو.

۴۸ کلن کيوس کيلی د منهېټن په ماونټ سنائې وېسټ هسپتال کې مرستيال نرس منېجر ؤ او د هغه خور ماريه پېټرک شېرون په ټولنيزو رسنيو فېسبوک ليکلي چې د هغې ورور سم دم او په صحت روغ ؤ، د هغه ژوند بچ کول ګران نه وو خو هغه ته پوره اسانتياوې نه دي ورکړل شوي.

د کرونا وايرس ښکار تن تر څومره مودې په وېنټيلېټر وي؟

د يو رپورټ ترمخه د کورونا په وايرس اخته خلکو ته کم نه کم درې يا څلور ورځو پورې د وېنټي لېټر ضرورت وي خو بيا ځينو ته تر دېرشو ورځو دغه وېنټي لېټر پکار وي.

ګورنر کومو ويلي چې په وېنټي لېټر ډېره موده بې له ښه کېدو پاتې کېدل د مړينې شمېر نور سېوا کوي.

ځايي ميډيا وايي چې د پينځه زره نه زيات خلک په روغتون او دولس سوه نه زيات په انتهايي نګهداشت يونټ (اي سي يو) کې د درملنې يعنې علاج لاندې دي.

د امريکې له خوا د امداد پېکج اعلان شوی

د کرونا د خطرې وروسته د امريکې سېنېټ د چارشنبې يا شورو په ورځ د کاروباري، کارکوونکو او د صحت لپاره دوه اعشاريه دوه ټريلين ډالرو د امدادي پېکج اعلان کړی دی.

خو ګورنر کومو ګيله کوي چې دا پېکج يا اعلان د مرکزي حکومت له خوا د ضرورتونو پوره کولو لپاره يوه ناکامه هڅه ده.

په امريکا کې د کورونا وايرس کېسونه

د جان هوپکنز پوهنتون ترمخه په امريکا کې تر دې دمه ۸۵زره اته سوه ۴۰ کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی او د ۱۱۰۰ نه زيات د دې وايرس له امله مړه شوي دي خو د ټولې شمېرې شاوخوا نيم کېسونه يواځې په نيويارک کې رپورټ شوي دي.

د نيويارک وروستو تر ټولو زيات کېسونه په نيو جرسي کې مخې ته راغلي چې شمېره يې د د شپږو زرو نه زياته ده.