شاته

بلوچستان کې هم جوماتونو ته د عامو خلکو په تګ بندېز ولګول شو

د بلوچستان حکومت ويلي د کرونا وايرس خورېدو له امله يې جوماتونو ته د نمانځه دپاره د عامو خلکو په تګ بندېز لګولی دی.

د بلوچستان حکومت په اعلامیه کې ويلي، د ټولو مکاتب فکر علماؤ سره یې سلا کړې او ويل شوي چې د مذهبي غونډو ترڅنګ د ټولو ګڼو ګوڼو جوړولو له امله د کرونا وايرس خوريږي.

ځکه د بلوچستان حکومت د طبي پوهانو سره د مشورې وروسته پرېکړه کړې چې په جوماتونو کې به د درېو نه تر پينځه تنو پورې په يو ځای نمونځ کوي.

صوبايي حکومت د ۱۲ورځو دپاره دا اعلاميه خپره کړې ده.

له دې وړاندې د سند صوبایي حکومت اعلان کړی ؤ چې په جوماتونو کې به د مارچ له ۲۷م د اپرېل تر پينځمې پورې د جمعې او د ورځې لمونځونه نه کېږي.

د سند حکومت ویاند مرتضی وهاب وایي دا پرېکړه یې له ډاکټرانو او مذهبي‌ مشرانو سره د سلا مشورو وروسته کړې ده.

هغه ويلي څلور پینځه کسان په جومات کې لمونځ کولی شي نور خلک به په کورونو کې لمونځونه کوي.

خو د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري پرون اعلان کړی چې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر به د هېواد په ټولو لویو او وړو جوماتونو کې د جمعې د ورځې او د ورځې نور پینځه لمونځونه په محدوده اندازه کېږي.

قادري ویلي چې د هېواد جوماتونه به بندېږي نه، بلکې د جماعت په ټولو لمونځونو کې به کم عمره هلکان او هغه کسان لمانځه ته نه پرېښوول کېږي چې عمرونه یې تر ۵۰ کلونو زیات وي.

د مذهبي چارو وزیر دا خبرې وروسته له هغې رسنیو ته وکړې چې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د پنجشنبې- زیارت په ورځ اسلام اباد کې د هېواد له دیني عالمانو سره په غونډه کې وغوښتل چې خلکو ته د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه پوهه ورکړي او هغوی ته اووایي چې لمونځونه په کور کې وکړي.