شاته

د اټلي د کرونا وایرس یو ناروغ د خپلی ناروغۍ کیسه کوي

روم - لکه څنګه چې اټلي د کرونا وایرس سره جګړه کوي ، یو ناروغ چې د دې میاشتې په اول کې په دغه وایرس اخته و نړۍ ته خبردارئ ورکوي چې احتیاط وکړي ځکه چې د وایرس د هغه چا لخوا لیږدی شي کومې بې چې نښې ونلري.

د اټلي د کرونا وایرس د خپریدو کچه د زیارت- پنجشنبې په ورځ د څلورمې ورځې لپاره کمه شوې ده او ډیرخلک امید لري چې دغه اوږد لاک ډاون یا کورنو کې دننه پاتې کېدل به هغه نتېجی ورکړي چې هرڅوک ورته دعا کوي.

چارواکي اوس هم محتاط دي او داټالویانو نه غوښتته کوي چې خپل احتیط دی نه کموي او د چارواکو امر ته دی درناوی جاری وساتي.

په هسپتال با روغتون کی موجود یو ناروغ شوی تن خپلې تجربې په اړه خبرې کوي. 38 کلن فوسټو راسي د مارچ په پنځم ناسازه شو او تبه ورته وشوه. څلور ورځې وروسته هغه د لیټینا په ښار کې د سانټا ماریا ګورټي روغتون ته یوړل شوچیرته چې د هغه د کرونا وایرس ټیسټ نتیجه مثبت راغله.

وسټو راسي وايي، " د دې وایرس سره مشکل هغه وخت پیده شي، کله چې دا د ستاسو سږي ته ورسیږي ځکه چې دا په سږو ګوزر کوي او سخته نمونیا ورنه کېږي ، چې د مرګ اوسط یې ډیر زیات دی. "

نوموړی زیاتوي چې دا نمونیا ویجاړونکی ده.

هغه وویل "دا ډیره سخته ناروغي ده او د مرګ کچه ترې نه ډیره لوړه ده." هغه زیاتوي که چیرې هغه په نورو ناروغیو باندی اخته وی او یا د بل عمر تن وی نو شاید چې ژوندی نه وی.

" . وسټو راسي زیاته کړه "دا یو ډیر ویریدونکی احساس دی چې ته ساه نه شی اخستلی

راسي چې لا هم په روغتون کې دی او د جدي پاملرنې څانګی نه خوشې شوی دی او تمه لري چې زر تر زره به بیرته خپل خاندان او کور ته ستون شي.

هغه زیاتوي چې په اټلي کې هرچا دا وایرس کمزوری ګڼلی و.

هغه وویل چې هغه امید لري چې دا ناروغي به زر تر زره ختمه شي او هرڅوک به بیرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي. راسي خلکو ته خپله مشوره هم وړاندې کړه.

خلک باید منع شي او د هغه اقداماتو ته درناوی وکړي چې ځای پر ځای شوي دي ، او کور نه یوازی د ډیر ضروري ضروتونو لپاره باهر لاړ شي. دوی باید په کور کې پاتې شي او له نورو سره ټولنیزه فاصله ونیسئ ځکه چې "دا وایرس د هغه کسانو په پښو روان دی چې هیڅ ډول نښې نلري ، نو چا ته هم کیدلی شي."

نوموړی د هغه کسانو مننه کوي چې د هغه علاج یې کړې.

" زه د روغتون د خپریدونکي ناروغیو د څانګی ټولو ډاکټرانو او نرسانو مننه کوم ، دوی د دې جنګ ریښتیني اتلان دي. هره ورځ دوی په ډیر سختو شرایطو کې کار کوي ، د عصابي فشار لاندې وي او د وایرس د ورپوری کیدو ویره ورسره وي چې خپلو کورنیو ته به بیرته ستانه شي ".

د اټلي د کرونا وایرس دغه ناروغ وایی چې په روغتون کې د هغه ورځې ډیرې یوازی ځان ته تیری شوې چې د کورنۍ هیڅ غړی ورسره نه و او هیڅوک د هغه ملاتړ لپاره نه وو.

راسي وویل چې دغه تجربې د هغه ژوند بدل کړی او هغه ته یې سبق ورکړی چې ډیر وړه وړه څیزونه چې هغه به په پام کې نه نیولد هغو قدر وکړي لکه "ژوند کول ، ساه اخیستل ، چکر ته وتل ، غیږه ورکول ، د شرابو یو ګلاس او آزادي".