شاته

مایک پامپېیو کرونا وایرس د " ووهان وایرس" په نوم یاد کړی، چین یې غندنه کړي

د چین خارجه وزارت د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د هغه خبرو غندنه کړې چې هغه پکې کرونا وایرس د "ووهان وایرس" په نوم یاد کړی دی. ووهان د چین هغه ښار دی چې کرونا وایرس پکې تېر کال شروع شوی و.

د چین د خارجه وزارت ترجمان ګنګ شوانګ په بیجنګ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل مایک پامپېیو چین د بدناموولړ دپاره کرونا وایرس ته "ووهان وایرس" او د دې ناروغۍ د مخنیوي په لړ کې د چین کوښښونو نه توجهع لېرې کول غواړي او خپله ذمه واري د ځان نه لیرې کول غواړي. د چین د خارجه وزارت ترجمان وویل مایک پامپېیو "بد نیت" لري.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جي سېون نومې په اقتصادي توګه برمخته تللې هېوادو به څنګ کې د وډیو کانفرس دلارې خبریالانو سره خبرو کې مایک پامپېیو وویل چین د کرونا وایرس په اړه غلط معلومات خوروي خو دنیا یې مخالفت کوي.

د پامپېیو نه علاوه د امریکې صدر ډانلد ټرمپ او د هغه د حکومت ځینې نور چارواکي په مسلسل ډول کرونا وایرس د "ووهان" او یا د "چاینا" وایرس به نامه یادوي.

د ملګرو ملتونو او د نورو نړیوالو ادارو چارواکي دغه ناورغي د کرونا وایرس یا د کویډ ناینټین په نوم یادوي.

د جي سېون د تېلي کانفرس غونډې به اخېره کې جاري کېدونکي اعلامیه کې هم د کرونا وایرس په نوم اختلافات پېدات شول. د امریکې ټینګار کولو چې به مشترکه اعلامیه کې دې کرونا وایرس "ووهان وایرس" وبلل شي خو نور ملکونو یې مخالفت کولو. د دې اختلاف له امله د غونډ په اخېره کې بېلې بېلې اعلاميي جاري کړی شوې.

کرونا وایرس د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې په لومړي ځل د چین په هوبی صوبه او د صوبې په مرکزي ښار ووهان کې سر راپورته کړی و. په چین کې د وایرس دلاسه د ۳۰۰۰ نه زیات کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې د کرونا وایرس دلاسه د مرګونو مشیر ۱۰۰۰ ته رسیدلی دی او تر ۷۰۰۰۰ پورې خلک دې ناروغۍ وهلي دي.