شاته

د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د عبدالله لس ورځینی مهلت

د افغانستان پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له جمهور رئیس غني سره د جوړجاړي او د سیاسي کړکېچ د حل لپاره په دې برخه کې د زیاتو سیاسي مشرانو د ښکېلتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د تفاهم ته د رسېدو لپاره دې لس ورځې مهلت ورکړل شي.

ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶مه (وري ۷) خبریالانو ته وویل چې د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره د روانو هڅو ترڅنګ، نور مطرح سیاسي مشران دې هم د دې مسلې د حل لپاره اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه چې په دې لسو ورځو کې باید له هغو اقداماتو څخه ډډه وشي چې د خلکو د اندېښنې لامل کېږي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ: "په همدې لس ورځېنۍ موده که زه د هغه کس په توګه چې د افغانستان د خلکو د یوې برخې استازیتوب کوم، ډاډ ورکوم دې کړکیچ ته د پای ټکي د ایښودلو لپاره به هغه څه چې زموږ په توان کې وي ونسپوو".

د افغانستان پخواني اجرائیه رئيس وویل چې د لوړې له مراسمو او کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له سفر څخه وړاندې دې ستونزې ته د حل لارې د موندلو فُرصتونه موجود وو چې له لاسه ووتل.

هغه زیاته کړه د دې ستونزې دوام چې حل یې د افغان سیاسي مشرانو په لاس کې دی د دوی د بېوسۍ ښکارندوي کوي.

ښاغلي عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو سفر ته په اشارې وویل: "هغه (پمپیو) وویل کوم فورمول نه لرو، نه غواړو چې کوم فورمول تحمیل کړو، خو زما او د ډاکټر صاحب اشرف غني په ګډون د افغانستان سیاسي مشران مسولیت لري چې دې مسلې ته د حل لاره پیدا کړو".

هغه ټینګار وکړ چې روان سیاسي کړکېچ په یو اړخیز ډول د حل کېدو وړ نه دی او هیڅ لوری نشي کولی چې مسولیت یې په غاړه واخلي.

له دې وړاندې جمهور رئيس محمداشرف غني ویلي وو چې له ښاغلي عبدالله سره یې په لیدنه کې نوموړي او د هغه د ټیم غړو ته په دولت کې د ګډون وړاندیز کړی خو عبدالله عبدالله نه دي منلي.

د ښاغلي غني پر وینا پخوانی اجرائیه رئیس له اساسي قانون پورته غوښتنې لري چې په لنډمهال کې د عملي کېدو وړ نه دي.

جمهور رئیس غني ویلي چې د اساسي قانون د تعدیل صلاحیت نه لري او د معقولو غوښتنو لپاره چې پر وینا یې په کې اساسي قانون تر پښو لاندې نشي خبرو ته چمتو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خوشبیني ښودلې چې افغان مشران به خپل سیاسي اختلافونه حل او سره به جوړ شي.