نیوزیلنډ کې پر جوماتونو بریدګر د ۵۱ کسانو د وژلو مسوولیت منلی
په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو بریدګر چې یو کال وړاندې لسګونه کسان پکې ووژل شول، د ۵۱ کسانو د وژلو مسوولیت منلی دی.
۲۹ کلن استرالیايي برېنټون تارانټ دا هم منلې ده چې د ۴۰ نورو کسانو د وژلو هڅه یې کړې او د ترهګرۍ په تړاو نورې پېښې یې هم منلې دي.
تارانټ وړاندې دا تورونه رد کړي وو او په پام کې وه چې په جولای میاشت کې محاکمه شي.
نیوزیلنډ اوسمهال د کورونا وېروس له کبله له بندښت سره مخامخ دی؛ همدا دي چې د پنجشنبې په ورځ د یادې قضیې په اړه یوه کوچني ناسته جوړه شوې وه.
عامو خلکو ته په دې ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې او تارانټ او د ده وکیل د وېډیو له لارې له جلسې سره نښلول شوي دي.
د هغو دوو جوماتونو استازو، چې تارانټ پکې مسلمانان وژلي، د وژل شویو د کورنیو په استازیتوب په ناسته کې ګډون کړی.
- کرایسټ چرچ جوماتونو کې 'ترهګریز' بریدونه
- نیوزیلنډ کې پر جوماتونو بریدګر په ترهګرۍ تورن شو
- ایا پر "فېسبوک لایو" محدودیتونه لګول کېږي؟
- د نیوزیلنډ جومات کې برید کوونکی څوک دی؟
قاضي جسټیس ماندر وویل: "له بده مرغه د کورونا (کووید-۱۹) وېروس د محدودیتونو له کبله، د قربانیانو کورنیو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د محکمې انګړ ته راشي او د تورن خبرې واوري."
تارانټ به د مې تر ۱ په بند کې وي. پر هغه ۹۲ نور تورونه هم لګول شوي دي.
پر "مسجد النور" برید کې د وژل شوې حسنا مېړه فرید احمد (ټي وي اېن زیډ) تلوېزیون ته ویلي: "ډېری داسې کسان د ارامۍ احساس کوي؛ ځکه چې محاکمې ته حاضر نه شول، خو په ورته وخت کې سخت غمجن هم دي."
د دغه وسله وال په اړه نوموړي وویل: "خوشاله یم چې خپله ګنا یې ومنله، دا ښه پیلامه ده."
د برید جزییات
د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۱۵مه، وسله وال په کرایسټ چرچ کې النور جومات ته ورغی او ډزې یې پیل کړې.
تر ۳۰ لږو ثانیو کې بېرته خپل موټر ته ستون شو او بله وسله یې واخیسته، بیا جومات ته ورغی او ډزې یې وکړې.
تورن د برید پرمهال پر خپل سر پورې کامره تړلې وه او د برید ژوندی حال یې خپراوه. په وېډیو کې ښکارېده چې څنګه له یوه ځای بل ته ځي او ډزې کوي. بریدګر د دغه برید وېډیو په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپروله.
بیا یوه بل جومات ته تللی او هلته یې له جومات بهر پر دوو کسانو ډزې کړې بیا یې پر کړکیو ډزې وکړې.
وروسته، له جومات یو سړی راوځي او دی رانیسي، د بریدګر یوه وسله اخلي.
پولیس د پېښې ځای ته رسېږي او بریدګر نیسي.