BBC
 شاته

عبدالله: د سیاسي بحران حل د مشرانو په لاس کې دی؛ خبرو ته چمتو یو

عبدالله د انځور حقوق Abdullah

د افغانستان پخوانی اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي، چې مخکښې څېرې دې د روان سیاسي بندون د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، د روان سیاسي کړکېچ د اواري لپاره مشران په ملي کچه ښکېل شي په لسو ورځو کې به دا مشکل اوار کړي:

"د افغانستان ولس ته د خپلو ولسي ګټو په لار کې یو ځل بیا خپله ژمنه تکراروم، د افغانستان ولس له ملاتړ مننه کوم زما وړاندیز د ادی چې د هېواد مشرانو چې په ملي کچه کوم ګام پورته کړی که نور درې څلور پنځه ملي شخصیتونه دې بهیر ته ور ګډ شي او خپلو هڅو ته دوام ور کړي، یو لس ورځې وخت ور کړو، ترڅو هغه ګامونه چې د خلکو د تشویش او د او مشکلاتو سبب کېږي مخه یې ونیول شي - او دې لسو ورځو کې زه ډاډ در کوم څه چې زموږ له لاسه کېږي- چې د خلکو استازي کوو- ترې درېغ به یې نه کړو چې دې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي."

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون مخکښو څېرو د لوړې له مراسمو مخکې او له هغه وروسته د سیاسي کړېکچ د اوارولو هڅه کړې خو کومه نتیجه نه ور کړې.

له دې هڅو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغی چې د ارګ او سپېدار ترمنځ جوړجاړی وکړي او سیاسي حل پیدا کړي، خو دا سفر یې بې ګټې و.

له کابل تر ستنېدو وروسته ښاغلي پمپیو په یوه اعلامیه کې د ولسمشرۍ پر سر د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلاف پر دوام سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا جنجال د امریکا له ملي امنیت سره نېغه اړیکه لري، ځکه یې پرېکړه کړې چې له کابل سره یو میلیارد مرسته کمه کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
غني: له اساسي قانون سره ټکر کې غوښتنې نه منم

د دې مرستې په کمېدو پسې افغان ولسمشر اشرف غني ویل چې په کابینه کې یې د ونډې ور کولو لپاره له عبدالله عبدالله سره خبرې کړې، خو هغه د اساسي قانون بدلون غوښت چې د ده واک کې نه دی.

خو په ځواب کې ښاغلی عبدالله وايي، دا کړکېچ ځکه اوار نه شو چې مقابل لوري هیڅ نرمښت ونه ښود.

ما چې وروسته یو په یو له ډاکټر صیب غني سره ناسته درلوده ترې ومې غوښتل چې په نرمښت سره دې مسلې ته حل لار پیدا کړو، ځکه که ووایو چې ستونزې نشته، ټآکنې شوې ستونزې حل دي، نو دا واقعیت نه دی خلک پوهېږي، خو څومره هڅه مې چې دې وخت کې کړې له مقابل لوري مې هیڅ نرمښت ونه لید.

سره له دې چې ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله دواړو د خبرو دورازې پرانیستې، خو لا هم روښانه نه ده چې دا جنجال به تر کله روان وي.