BBC
 شاته

هرات کې د کورونا وېروس له امله يو کس مړ شوی دی

.
Image caption د هرات ولایت

د افغانستان په هرات ولايت کې يو کس چې د کورونا پر وېروس اخته و، مړ شوی دی. د هرات ولايت د عامې روغتيا مشر عبدالحکيم تمنا وايي، دغه کس چې پنځوس کاله عمر لري مخکې يې نتیجه مثبت اعلان شوې وه او په يوه روغتون کې بستر و.

تر دې وړاندې په افغانستان کې دوه کسان د کورونا وېروس له امله مړه شوي ‌وو.

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو چارواکو اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه به په دې ولایتونو کې د عادي‌ ژوند پر ځینو برخو او کاروبارونو بندیز لګول کېږي، او یوازې د ورځني ژوند لپاره اړین ځایونه به پرانیستي‌ وي.‌

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال ډاکتر فدا محمد پیکان نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، که د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شي، نو په دې ښارونو کې به ګرځ‌بندیز اعلان کړي.

دې وزارت تېره ورځ په هرات، فراه او زرنج ښارونو کې په ګرځېدو بندیز اعلان کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کورونا د وېروس د مخنيوي کمېټې جوړې شوې دي او پرېکړې یې کړي چې په بازارونو کې به له خوراکي توکو پرته نور د هرڅه فعالیت بندوي.

کندهار

په دې لړ کې د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټې پرېکړه کړې چې سرله راتلونکې شنبې(مارچ ۲۸) له نانوایانو، د خوراکي توکو پلورنځي ، ترکاري او مېوه پلورونکو، قصابانو او د روغتیايي سکټور پرته د بل هېڅ صنف غړي، هوټلونه، رسټورانونه، د تعمیراتي توکو پلورنځي، ټول مېله ځایونه، حمامونه، سلمانۍ او نورې پلورنځۍ به تر دویم امره د فعالیت اجازه نه لري.

د کندهار والي وايي، که څوک سرغړونه کوي باید د اړوندو مسؤلینو له لوري یې فعالیت بند کړل شي.

همدارنګه په دې ولایت کې د سره صلیب کمېټې یا(آی.سي.آر. سي) د کورونا ناروغۍ د کنټرولولو لپاره په یوه ځانګړې سیمه کې بیړني درمل زېرمه کړي او د اړتيا په حالت کې به ترې کار اخلي.

د دې کمېټې په مرسته په میرویس روغتون کې ۹ نرسان په دندو ګومارل شوي او همدارنګه ۱۵ نور یې په سرحدي سیمو کې د کویډ-۱۹ د څارلو په موخه په دنده ګومارلي دي.

لوګر

په لوګر کې هم د کرونا وېروس د مخنيوي کمېټې پرېکړه کړې چې سبا د جمعې ورځ (مارچ ۲۷) پل علم ښار قرنطين دى او د کورونا د مخنيوي په موخه په ټول ښار کې درمل شيندل کېږي.

دې کمېټې له ولسونو هيله کړې چې سبا د جمعې په ورځ پل علم ښار ته له تګ ډډه وکړي، دوی وايي یوازې د لوګر مرکز پل علم د درمل شیندنې له امله قرنطین دی.

Image caption لښکرګاه کې رضا کاره ځوانان

هلمند

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې رضا کاره ځوانانو د کورونا ناروغۍ څخه د خوندي ساتلو په موخه په ښار کې عامه پوهاوی پیل کړی وو.

هرات

د افغانستان لوېدیځ ته په هرات کې د کورونا ویروس خپرېدو پسې حکومت په دغه ولایت کې تېره ورځ د ورځې له خوا پر تګ را تګ بندیز ولګاوه او له خلکو یې وغوښتل چې کورونو کې پاتې شي.

په دغه ولایت کې د بي بي سي خبریال وايي په نن دویمه ورځ هم د عامه پوهاوي په موخه ګرځبندیز سخت شوی.

د هرات د اطلاعاتو فرهنګ رییس، چې د عامه پوهاوي د کمېسیون مشر هم دی، بي بي‌ سي ته ویلي چې په سلګونه رضاکاران حاضر شوي چې د هرات ۱۵ ناحیو او ۱۹ ولسوالیو ته د عامه پوهاوي په موخه لاړ شي او د کورونا سره په مبارزې خلک پوه کړي.

هرات ښار له ایران سره پوله لري له دغه هېواد ترې افغان کډوال ستنېږي او د افغانستان ښارونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پلوه تر ټولو ډېر زیانګالی بلل کېږي.

د چارشنبې په ورځ(د مارچ ۲۵) په دغه ښار کې د هغو کسانو شمېر ۵۳ ته ورسېد چې معاینه یې شوې او کورونا نیولي دي. له کورونا مړه شوې ۴۵ کلنه ښځه هم د هرات اوسېدونکې وه.

ګرځبندیز پسې بازارونه، هټۍ او ټول پلورنځي تړلي او خلک هم تر تېرو ورځو کم لیدل کېږي، دا بندیز لومړیو کې دوه ورځې دی.

د هرات اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د خلکو اقتصادي حالت ته هم کلک پام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلی، چې ۵۲ یې له ایرانه راستانه شوي او یا له ایرانه له راستنو شویو سره یې اړیکه لرلې ده.