BBC
 شاته

د هرات تړلی ښار په انځورونو کې

د افغانستان لوېدیځ ته په هرات کې د کورونا ویروس خپرېدو پسې حکومت په دغه ولایت کې د ورځې پر تګ را تګ بندیز ولګاوه او له خلکو یې وغوښتل چې کورونو کې پاتې شي.

هرات ښار له ایران سره پوله لري له دغه هېواد ترې افغان کډوال ستنېږي او د افغانستان ښارونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پلوه تر ټولو ډېر زیانګالی بلل کېږي.

د چارشنبې په ورځ(د مارچ ۲۵) په دغه ښار کې د هغو کسانو شمېر ۵۳ ته ورسېد چې معاینه یې شوې او کورونا نیولي دي. له کورونا مړه شوې ۴۵ کلنه ښځه هم د هرات اوسېدونکې وه.

ګرځبندیز پسې بازارونه، هټۍ او ټول پلورنځي تړلي او خلک هم تر تېرو ورځو کم لیدل کېږي، دا بندیز لومړیو کې دوه ورځې دی.

د هرات اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د خلکو اقتصادي حالت ته هم کلک پام وکړي.

بازار چارسوق که از مزدحم ترین نقاط شهر بود
Image caption چارسوق بازار چې د ښار یوه ډېره بیروباري سیمه وه.
بازار پای حصار و ارگ هرات یکی از مزدحم ترین مناطق شهر
Image caption د هرات ارګ او پای حصار بازار چې د ښار یوه بله تر ټولو بیروباري سیمه وه.
گوشه دیگری از شهر هرات
Image caption د هرات ښار یوه څنډه
هرات
Image caption هرات ښار تر نورو ورځو ډېر تش ښکاري.
ساختمان اداره ولایت (استانداری) هرات
Image caption د هرات ولایت اداري مرکز یا د ولایت مقام
جاده لیلامی‌فروشان هرات در نزدیک مسجد جامع
Image caption جامع جومات ته نږدې د لیلامي پلورو جاده
هرات
Image caption پلورنځي او دوکانونه هم تړلي دي.
مغازه د انځور حقوق Bbc
Image caption د هرات د بوټپلورو بازار

انځورونو د فرهاد تمنا