BBC
 شاته

ستونزمن وخت کې د خوشال اوسېدو څو لارې

د انځور حقوق Getty Images

د کورونا وېروس وبا نړۍ کې ډېر خلک په کور کېنول. پولې بندې او نړیوال اقتصاد پرلپسې غورځي. داسې حالت کې زړه تنګي، راتلونکي ته فکر او اندېښنه کومه حیرانوونکې خبره نه ده.

خو بیا هم داسې څو سپارښتنې شته چې په دې حالاتو کې هیله در کوي او ستاسو په خوشال اوسېدو کې مرسته کوي.

تېرو کلونو کې بي بي سي له لسګونو ارواپوهانو سره مرکې کړې او هغوی داسې مشورې را سره شریکې کړې چې په مټ یې له تشویش ځان خلاصولو کې مرسته کوي.

پام وکړئ

داسې مسله چې ستاسو تشویش پیدا کوي بیا بیا خبرې پرې قدرتي چاره ده، هغه که کورونا وي، د تودوخې بدلون یا نور.

له دې تشویش د خلاصون لپاره ښه خبره دا ده چې خپله او ملګري مو پر دا ډول مسلو له خبرو ډډه وکړئ. ځان او نور ملګري پر دې مسلو له خبرو لرې کړئ دې سره د وینې فشار په ځای او ذهن ارام وي.

مراقبه ممکن هر چا ته ښه نه وي

د ذهني فشار دې دور کې ممکن ډېرو کسانو ته مراقبه ګټوره وي، خو د هر چا لپاره هم نه.

ځینې کسان چوپ او غور او فکر کې ډوب شي. د ذهن ارامولو لپاره ژور سوچ هم قدرتي خبره ده، خو دا ډول کسانو ته کوم بل کار پکار دی.

حالاتو ته بیا کتنه

د انځور حقوق Getty Images

موږ چې څه محسوسو هغه په دې پورې تړلي چې موږ خپل سوچ کې کوم فکر ته ځای ور کړی دی.

د خوشالۍ کتاب لیکوال ډيرن براون د ټېنس لوبغاړي مثال را وړي او وايي، لوبغاړی لوبغالي کې دا سوچ کوي چې باید ویې ګټم، که دی لوبه له دې خیال سره پیلوي، چې ګټل هرڅه دي نو بایلل ورته مکمله ماتې ښکاري.

له دا ډول حالت سره هغه کسان په اسانۍ مخ کېږي چې هر کار په خوره غوره لار بشپړول غواړي.

دا کسان چې ناکام شي له ډېرې غوسې، ځان ملامتولو او شرم سره لاس ګرېوان وي او ان په ستونزه کې وسلې غورځولو ته تیار وي.

* د خوشال اوسېدو پنځه لارې

* ''د پلار ډېره خواشیني پر اولاد اغېز کوي''

خو کوم لوبغاړی چې دا سوچ پرېږدي ښه به ولوبېږي له ماتې به لږ اغېزمن شي. دواړو لوبغاړو ته د ماتې احساس او خپګان توپیر لري.

د دې لپاره چې دا سپارښتنه څنګه پلې کړو، پر پایلو د غور په ځای د ذهني فشار په حالت کې له حالاتو سره ځان سمول او له ځان د سمو هیلو لرل غوره لار ده.

په کومو پایلو چې کنټرول نه لرې، ترې اغېزمنېدل هم پکار نه دي، که په ځان فشار راوړو بیا هم دا پیالې زموږ په کنټرول کې نه دي، پرې د کنټرول هڅه کې هم موږ څو ځلې پر ځان زیاتی کوو.

ځان په زور مه خوشالوئ

د انځور حقوق Getty Images

د خوشال اوسېدو لپاره په ځان زور را وستل هم بد اغېز لري. څومره چې پر خپله خوشالتیا تمرکز وکړو، هغومره به د هغو خلکو خوشالۍ ته لږ فکر لرو چې زموږ شاوخوا اوسي، دا ډول حالت کې له یوازیتوب سره مخ کېږو او له نورو یوازې کېدل مو له ژور خپګان سره مخ کوي.

د خوشالۍ لټون او دا محسوسول چې وخت له لاسه وځي یو طبیعي عمل دی او داسې حالت کې که تاسو ځان په خوشال اوسېدو مجبوروئ، خو بیا هم خوشالۍ ترلاسه نه کړئ، نو ماتې مو خپه او زړه تنګي کوي.

وړو وړو خوشالیو ته سوچ

د خپل ځان د خوشالولو لپاره پر داسې خبرو فکر وکړه چې خوشالي در کوي.

د سېنټرل لنکشایر پوهنتون استاده او لیکواله سنډې مان خپل کتاب (د خوشالۍ لپاره لس دقیقې) کې د خپل ورځني حساب کتاب په هکله لیکي.

د هغې ستراتیژي په مثبته ارواپوهنه ولاړه ده چې د ورځې په وړو وړو خوشالیو فکر کول او ځان خوشال ساتل دي.

د مېرمن مان په خبره، لاندې شپږ پوښتنې هره ورځ لس دقیقې اخلي او تاسو خوشال ساتي.

  • کومې تجربې خوشال کړې
  • تاسو په دې هکله څه وویل
  • کومو شیبو کې دې ځان بختور وباله
  • کومې وړې او لویې تجربې د ځان بری بولې
  • د کومو شیانو منندوی یې
  • له یو چا سره د څه ډول خواخوږۍ احساس لرې

کله چې موږ پر دې خبرو لیکل کوو، نو ټولې هغه خبرې را په یاد شي چې موږ خوشالوي.

کور پاک کړئ

که قرنطین یاست، نو دا وخت د کور په پاکولو او صفا کولو تېر کړئ، د کور په برابرولو کې ډېرې ګټې دي.

کور چې ګډوډ وي نو یوه کار ته توجه کول ګران وي. که له کور کار کوې، نو پاک ماحول د کار ژر کولو کې په اروايي ډول مرسته کوي.

خو دا ویل هم پکا ر دي چې هر کس په پاک ماحول کې اوسېدل یا کار کول هم نه خوښوي، ډېر خلک هغه وخت ارام وي چې شاوخوا یې ګډوډي وي.

د خواله رسنیو کارولو کې انډول

د انځور حقوق iStock
Image caption خپل ملفون یا موبایل ټیلېفون خوبځي ته مه وړئ

پر خواله رسنیو ښه او بد خبرونه هر وخت وي، ور سره د نړۍ د تازه مالوماتو ځای هم دی.

هڅه کوئ چې خپل ملفون یا موبایل ټیلېفون خوبځي ته مه وړئ، دا ټاکل هم پکار دي چې ورځ کې څومره وخت خواله رسنیو ته ور کړئ، هم له منفي خیالاتو ځان وساتئ.

له ښار بهر لاړ شئ

که تاسو ښار کې ډېر بوخت یاست، هڅه وکړئ چې چې څو ورځې له بیروبار لرې شئ، له ښار لرې لاړ شئ، خو دا کار هغه وخت وکړئ چې باوري شئ له ښار بهر هم له خلکو لرې یاست.

ښاریانو کې تر کلیوالو د تشویش ډېرې ستونزې لیدل کېږي. شین اسمان او پاکې اوبه هم د سوچ برابرولو کې مهم رول لري. دا ډول شنیځ یا شنې سیمې هم سوچ برابروي.

که بیا هم د اوسني حالت له امله له سربدالۍ، غوسې او خپګان سره مخ کېږی نو په دې سپارښتنو غور وکړئ. دا مه هېروئ چې موږ د څه احساس کوو هغه کې زموږ خپل رول شته.