کورونا وېروس: امریکا کې زر کسان مړه شوي
په امریکا کې په کورونا وېروس د مړو شویو کسانو شمېر تر زرو اوښتی دی. په دې هېواد کې تر ۶۹ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي دي.
په امریکا کې په یوه ورځ د کورونا وېروس نوې لس زره پېښې ثبت شوې چې په دې هېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۶۹ زرو اوښتی او د مړو شویو شمېر هم تر زرو ډېر شوی دی.
په امریکا کې له نیمايي زیاتې پېښې په نیویارک کې ثبت شوي چې د دې پېښې له امله ۳۰۸۰۰ ناروغان لري.
په همدې حال د امریکا د مشرانو جرګې د (کوویډ-۱۹) د خپراوي د مخنیوي په پار دوه ټریلیونه ډالره مرسته تصویب کړه.
په نړۍ کې د کورنا وېروس له امله څلورنیم لکه کسان اغېزمن شوي چې په دې کې ۲۱ زره یې مړه شوي.
په اسپانیا کې د مړینې کچه له چین څخه هم پورته تللې، په دې هېواد کې پرون د چارشنبې ورځ بیا خونړۍ وه او کابو ۷۳۸ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شول.
په ټوله اسپانیا کې تر دې دمه ۳۴۳۴ کسان د دې وېروس له کبله مړه شوي دي.
برتانیا
د بریتانیا شاهي کورنۍ هم اعلان کړی دی چې د ملکې الېزابت زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی دی.
هاخوا د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د کورونا وېروس له کبله په اساسي قانون کې بدلون په تړاو ټولپوښتنه ځنډولې ده.
جرمني
د نړيوالو شمېرو له مخې تازه په تازه په جرمني کې د کورونا وېروس له ۵۰ زیات کسان مړه کړي چې په دې سره په دې هېواد کې د مړو شمېر ۱۹۸ ته ورسېد او ۳۶۵۰۸ کسان پرې اخته دي.
په اروپايي هېوادونو کې کابو پنځه زره نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر له ۳۶ زرو اوښتی دی.
افغانستان
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم پرون چارشنبې وویل چې په هرات کې د کورونا وېروس څلور تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره په ټول افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۴ تنو ته رسېدلی دی.
پاکستان
په پاکستان کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي. د حکومت د وروستیو شمېرو له خې په دې هېواد کې ۱۰۶۳ کسان کورونا وېروس لري او تردې دمه ۸ کسان ترې مړه شوي دي.