شاته

د جګړې پر ځای دې مناظرې وشي

مناظره عربي کلیمه ده چې له یو بل سره نظر شریکولو او بحث کولو ته وايي، مناظرې د ځانګړو هدفونو لپاره کېږي، ځیني وخت د مناظرې له جوړولو هدف دا وي چې د یوې مسئلې په اړه د خلکو معلومات ډېر شي، کله بیا په دې خاطر ترسره کېږي چې د ډېرو کسانو له منځه یو تکړه کس د یو کار لپاره وټاکل شي.

په پرمختللیو ټولنو کې مناظرې ‌ډېرې دود دي، خو په افغانستان کې یوازې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال خلک دا نوم اوري، له دې ورهاخوا د خلکو ترمنځ د مناظرې دود ډېر عام نه دی.

ښايي ځینې وپوښتي چې د خلکو ترمنځ خو هره ورځ بحثونه کېږي، خو ډېری دا بحثونه د مناظرې له اصولو سره برابر نه وي، پایلې نه لري او کله خو په کې خبرې تر ګرېوانه هم رسي.

په دې خاطر چې مناظره ښې پایلې ولري، باید د مناظرې اخلاقي اصولو ته ډېر پام وشي.

دواړه خواوې باید په ارامۍ او درنښت خپل نظرونه واوري، په مناظره کې له بدو خبرو او کنځلو ډډه وشي، له بحثه بهر او مبهې خبرې و نه شي، د یو بل خبرې قطع نه شي ‌او په سړه سینه د مقابل لوري پوښتنو ته ځوابونه وویل شي.

که دغسې ګټورې مناظرې عامې شي، په ټولنه کې به د یو بل د زغملو مثبت بدلون رامنځ ته شي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:facebook.com/TandySangy

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

جوړوونکی: همایون هېواد