BBC
 شاته

"سبا په قطر کې د ۳۰ هېوادونو د استازو په شتون کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیکیږي"

امریکا او طالبان د انځور حقوق Getty Images

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ټاکل شوې چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې سبا (شنبه کب ۱۰/فبرورۍ ۲۹) دا تړون د قطر په دوحه کې لاسلیک شي. د دې تړون لاسلیک به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار برابره او ورپسې به د سولې د بهیر بل پړاو یا بین الافغاني خبرې پيل شي.

تر اوسه دې تړون ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بهیر کې یوه بله ښکېله سرچینه وايي، ددې تړون له لاسلیک وروسته به د تاوتریخوالي د کمېدو بل پړاو پیل شي او ورسره به په دوو اونیو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په یوه اروپايي هېواد کې بشپړ چمتووالی ونیول شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل: "د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون به سبا د فبرورۍ ۲۹ له غرمې وروسته لاسلیک شي."

د ښاغلي شاهین په خبره، په دې غونډه کې به د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا ځانګړي استازي او د نړیوالې ټولنې استازي ګډون وکړي.

ښاغلی شاهین زیاتوي، ددې تړون په بنسټ به "ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او هېچاته به اجازه ورنه کړل شي چې له افغان خاورې د نورو پر وړاندې ګټه واخلي."

وړاندې طالبانو تمه درلوده چې روسیه او چین به ددې تړون ضمانت وکړي، خو په دې مراسمو کې ښکېلې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د امریکا او طالبانو با صلاحیته استازو څخه پرته به د درېیم هېواد استازی د شاهد یا ضامن په توګه په دې تړون لاسلیک ونه کړي.

خو په دې مراسمو کې د سیمه ییزو او د نړۍ د نورو هېوادونو استازو ګډون ددې تړون نړیوال اهمیت څرګندوي.

قطر ته د افغان پلاوي تلل

د انځور حقوق Getty Images

بلخوا افغان حکومت له طالبانو سره د لومړۍ رسمي ناستې په نیت یو شپږ کسیز پلاوی قطر ته استولی دی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشر سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ته وویل، دا د "مقدماتي تماس پلاوی" دی او ټینګار یې کړی چې مذاکرات او کومې پرېکړې نه کوي.

ښاغلي فضلي زیاته کړې، دا پلاوی د طالبانو په بیا بیا غوښتنه قطر ته استول شوی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته تېره ورځ ویلي، یاد پلاوی د طالبانو لخوا قطر ته نه دی ور غوښتل شوی او دوی به ورسره هېڅ ډول خبرې ونه کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، که دا پلاوی د قطر حکومت یا امریکایانو قطر ته ور غوښتی وي نو جلا خبره ده، خو طالبان ورسره نه ګوري.

که چېرته د دواړو خواوو ترمنځ لیدنه کېږي، نو دا به لومړی ځل وي چې افغان طالبان رسماً د افغان حکومت له یو پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون د قطر دولت په کوربه توب او مدیریت د دې هېواد په پلازمینې دوحه کې لاسلیکیږي. له دې ځایه شاوخوا دوه زره کیلومټره لرې په افغانستان کې طالب وسله وال او افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې ماشه په لاس دي.

نن په افغانستان کې د اونیز تاوتریخوالي کم یا اورکم وروستۍ ورځ ده. په دغه اوه ورځنۍ موده کې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښې شوي، خو سترې نه دي ګڼل شوي.

امریکايي سرچینو ویلي، که اورکم دوام وکړي په لومړي پړاو کې به شاوخوا څلور زره امریکايي سرتیري به د ۴ میاشتو په موده کې له افغانستان ووځي. له دې سره به په دې هېواد کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته ورسي. که تاوتریخوالی صفر ته ښکته شي یا لا پسې کم شي، تر یو نیم کاله به ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه ووځي. امریکایان ټینګار کوي چې له دې وروسته د سولې هر راتلونکی پړاو به د پرمختګ او د تاوتریخوالي د کمولو په شرط مخکې ځي.

له نژدې شل کلنې جګړې وروسته د طالبانو او امریکایانو استازي به د سولې پر تړون لاسلیک وکړي او له دې سره تمه کیږي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیږي، هغه جګړه چې د لسګونه زره افغانانو او څه باندې ۳۵۰۰ بهرنیو ځواکونو د وژل کېدو لامل شوې.