BBC
 شاته

هند کې د لانجمن تابعیت قانون پر سر اخ وډب

د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي، بلاخر په ډیلي کې د روان تاوتریخوالي په اړه خپله چوپتیا ختمه کړه. دا درې ورځې کېږي چې په هندۍ پلازمېنه کې د جنجالي تابعیت قانون پر سر اخ وډب روان و او تر اوسه ۲۳ کسان پکې وژل شوي دي. نښتې لومړی د یکشنبې پر ورځ پیل شوې. مسلمانان وايي د تابیعت نوی قانون د دوی پر ضد دی.