BBC
 شاته

چین کې نظربنده اویغورۍ مور: 'غواړم له خپل مېړه سره یوځای شم'

عبدالسلام پر خپل ټوېټر د خپلې مېرمنې او زوی انځور خپور کړی. د انځور حقوق Sadam Abdusalam/ Twitter
Image caption عبدالسلام پر خپل ټوېټر د خپلې مېرمنې او زوی انځور خپور کړی.

اویغورۍ مور نادله وومایر په استرالیا کې د چینايي چارواکي هغه خبرې رد کړې چې وايي، دا په چین کې پخپله خوښه پاتې او په کور کې نظربند نه ده. اغلې وومایر وايي، غواړي له چین ووځي او استرالیا کې له خپل مېړه سره ګډ ژوند وکړي.

دا وايي: "غواړم له چین نه ووځم او له خپل مېړه سره واوسم."

دا توري پخپله د هغې مور په لاس لیکلي توري دي چې د کامرې مخې ته یې پر یوې پاڼې لیکلو تورو کې څرګند کړي او پر ټوېټر یې دا وېډیو خپره کړې ده.

نادله وومایر په چین کې د اویغور مسلمانو لږکیو غړې ده، رپوټونه وايي، د چین په لوېدیځ سینکیانګ ایالت کې خپل کور کې له خپل دوه کلن زوی سره نظربنده ده.

وومایر غوښتل دا لیک یې په استرالیايي تلوېزیون کې د هغه چینايي چارواکي له څرګندونو وروسته خلکو ته ورسېږي، چې ویلي یې وو، یاده ښځه په خپله خوښه په چین کې پاتې ده.

د وومایر مېړه صدام عبدالسلام د "اې بي سي" تلوېزیون په (پوښتنه او ځواب) پروګرام کې د چینايي چارواکي څرګندونې رد کړي دي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې، عبدالسلام د خپلې مېرمنې د خلاصون کمپاین پیل کړی دی.

که څه هم اغلې وومایر د استرالیا وګړې نه ده، خو مېړه او زوی یې لطفي د استرالیا تابعیتونه لري. وړاندې، د استرالیا حکومت په رسمي توګه هغې ته له چین د وتلو غوښتنه کړې وه.

عبدالسلام وايي: "زوی مې د استرالیا تابعیت او د دغه هېواد پاسپورت لري. له زیږېدو راهیسې مې هېڅ نه دی لیدلی."

دی وايي: "د استرالیا حکومت زما مېرمنې ته وېزه ورکړې ده، چې په استرالیا کې له ما سره یوځای شي، خو د چین حکومت له هېواده د وتلو اجازه نه ورکوي."

بیا پوښتي: "کمونېستي ګوند ولې یو میلیون اویغوریان بند ساتلي؟ ایا زموږ د کورنۍ غړي خوشې کوئ؟."

حقوقي ډلې وايي، چین کابو یو میلیون اویغوریان او نور مسلمانان بند کړي دي، خو چین دا خبره ردوي او هېڅ ډول سرغړونه نه مني. چین وايي له ترهګرۍ او مذهبي سخت‌دریځۍ سره مبارزه کوي.

چینايي چاواکو د وومایر د قضیې په تړاو د چوپې خولې سیاست غوره کړی.

په استرالیا کې د چین سفارت یوه چارواکي وانګ شینینګ په (پوښتنه او ځواب) تلوېزیوني پروګرام کې کمیابه ګډون وکړ.

نوموړي د چین پر حکومت نیوکې رد کړې، چې په وینا یې، د عبدالسلام او وومایر واده ترمنځ واده د چین د قانون مخالف کار دی او وومایر په خپله خوښه په چین کې د پاتېدو لېوالتیا ښودلې ده.

له دې څرګندونو څو ساعته وروسته، عبدالسلام پر خپل ټوېټر د خپلې مېرمنې یو انځور خپور کړ او د دغه چینايي د خبرو ردولو لپاره یې یوه پاڼه د کامرې مخې ته نیولې ده.

په استرالیا کې د بښنې نړیوال سازمان د چین د سفارت د دغه چارواکي خبرې رد کړي او وايي چې وومایر او یوه بله مېړوښه اویغوري مېرمن د استرالیا تابعیتونه لري، په سینکیانګ کې بند دي "دوی په استرالیا کې له خپلو مېړونو سره د یوځای کېدو لپاره شېبې شمېري."

د اویغور مسلمانانو ځپلو له کبله پر چین نیوکې په ډېرېدو دي.