BBC
 شاته

افغان سیاستوالو ته د ناټو سپارښتنه: سیاسي ثبات مه ګواښئ، د سولې بهیر ملاتړ وکړئ

ناټو د انځور حقوق nato.int
Image caption د ناټو په خبرپاڼه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې د سولې بهیر ملاتړ وکړي او ملي یووالی وساتي.

د ناټو سرمنشي په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو ویلي، د ټاکنیزو بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید د اساسي قانون له مخې حل شي.

ناټو پر ټولو افغان سیاستوالو د داسې ګامونو نه اخیستو غږ کړی چې ترینګلتیا ډېروي او سیاسي ټیکاو کمزوری کوي.

د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ له ادرسه په خپره شوې ویناپاڼه کې د تېرو ټاکنو پرمهال د افغانانو ګډون ستایلی، چې په ټاکنو کې په ګډون یې خپل دیموکراتیک حقونه وازمایل.

ناټو وايي، د ټاکنیز بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید له حقوقي کړنلارو حل شي.

د ناټو په خبرپاڼه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې د سولې بهیر ملاتړ وکړي او ملي یووالی وساتي.

د خبرپاڼې په وینا، اوس دا وخت دی چې ټول مسول سیاسي ځواک خبرې پیل کړي او د سولې هغه بهیر ته سره یو موټی شي، چې د ټولو افغانانو لومړیتوب دی.

د ناټو د خبرپاڼې پای کې ویل شوي، چې دغه سازمان د اوږمهال لپاره د افغانستان د امنیت او ټیکاو لپاره ټینګه ژمنتیا لري، چې په وینا یې "موږ به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو، چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړی شي او سولې ته زمینه برابره شي."

بل خوا، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر په یوه وېډیويي پیغامه کې ویلي: "موږ د تاوتریخوالي کمېدو لپاره کار کوو. موږ هغه څه کوو چې تاوتریخوالی کم کړي، چې دا د افغانانو او افغانستان لپاره یو لوی کار دی."