BBC
 شاته

مکه کې د سندرې له کبله د سندرغاړې د نیولو امر شوی

Asayel Slay د انځور حقوق youtube @Asayel Slay
Image caption د سندرغاړې اصایل سلاي پر یوټیوب پاڼه تېره اونۍ یوه سندره خپره شوې چې د خلکو سخته غوسه یې پارولې ده.

سعودي چارواکو د هغې سندرغاړې د نیولو غوښتنه کړې چې د مکې ښار د ښځو په اړه یې د مسلمانانو ددغه سپېڅلي ښار په یوه خوړنځي کې سندره ویلې او وېډیو یې ثبت کړې ده.

د خواله رسنیو کارنو ددغې سندرغاړې پر دې کار سخته غوسه ښودلې او ځینو د سعودي ترکي آل الشیخ له خوا د تفریحي پروګرامونو د پیلولو ناوړه پیلامه بللې ده، چې په وینا یې غواړي په هېواد کې دیني ارزښتونه له منځه یوسي.

د سندرغاړې اصایل سلاي پر یوټیوب پاڼه تېره اونۍ یوه سندره خپره شوې چې د خلکو سخته غوسه یې پارولې ده.

ځینو فعالانو ویلي: "د چارواکو دریځ منافقانه دی"، ځکه چې ولیعهد محمد بن سلمان په محافظه کاره هېواد کې د اصلاحاتو راوستو په پلمه د خپلو سیاسي مخالفانو او فعالانو د ځپلو لپاره لار هواره کړې ده.‌

خو ځینو بیا ویلي، چې دغې سندرغاړې یې استازیتوب کړی دی.

د مکې امیر خالد الفیصل د پنجشنبې په ورځ یو امر کې د یادې سندرې جوړولو له کبله د ځینو چارواکو د نیولو امر کړی. نوموړي د سندرې جوړول د ښار دود او دستور ته سپکاوی بللی دی.

د یادې سندرغاړې یوټوب اکونټ ډیلیټ شوی او دغه سندره ترې غورځول شوې ده.

ځینو ویلي، دا سندرغاړې ځکه نیول کېږي چې د پخواني او اوسني سعودي له جوړښت سره یوشان نه ده.