BBC
 شاته

د کورونا پراخېدو له کبله ایران ښوونځي او پوهنتونونه رخصت کړي

ایران کې کورونا شمېرې

په ایران کې د کورونا پر ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸ تنو ته ورسېد او د مړو شویو شمېر پنځو ته رسېدلی.

ددې هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د فبروري له ۲۳مې ان یوې اونۍ پورې درست هنري او سینامايي پروګرامونه نه کېږي، همدارنګه یې د ټول تیاترونو او د فلمي نندارو د مخنیوي سپارښتنه وکړه.

دې وزارت په تهران کې یکشنبه او دوشنبه ټول روزنځایونه او ښوونځي رخصت اعلان کړل.

ایراني رسنیو ددې هېواد د ښوونې او پالنې د ویاند مسعود ثقفي له قوله ویلي، ددې پرېکړې موخه دا وه چې ددې ویروس پر وړاندې 'ښوونځي چمتو" اوسي.

په ورته وخت کې د شنبې په ورځ د دې هېواد په قم ولایت کې ښوونځي رخصت وو، دوه ورځې نورهم رخصت کړای شول.

یو تن چې د کورونا له امله په مرکزي ولایت اراک ښار کې مړ شوی، ټول ښوونځي یې د یوې اونۍ لپاره رخصت شول.

د روغتیا وزارت له اعلان سره سره ددې هېواد په تهران، البرز، قزوین، خپله مرکز، قم، همدان، اصفهان، ګیلان، مازندران ولایتونو کې ټولې تعلیمي موسسې او پوهنتونونه د یوې اونۍ لپاره رخصت شول.

"د کورونا پر وړاندې سپورټي مرکز" هم اعلان وکړ چې په ایران کې دې "د دوشنبې(۲۴مه د فبروري) نه پیل تر لسو ورځو سیالۍ او لیګونه نه ترسره کېږي."

دا په داسې حال کې دی چې تهران کې د فوټبال لیګ روان دی او په لړ کې یې 'استقلال لوبډله' له 'ذوب اهن اصفهان' سره مخامخېږي. دا سیالۍ د زدکوونکو له نندارې پرته ترسره شي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت د راپور له مخې په قم ولایت کې تر دې شنبې پورې ۱۹ تنه، په تهران کې ۶ تنه، ۲ تنه په تهران کې او یو تن په اراک ولایت کې د کورونا پر ویروس اخته شوي دي.

د انځور حقوق AFP

مخکې تر دې د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی و چې په دې هېواد کې ۱۳ کسان په کورونا اخته شوي دي. یوازې ۷ پېښې په قم ښار کې ښودلې وې او څلور نور یې په تهران کې او درې نورې بیا ګیلان کې ښودلې وې.

په ایران کې د کورونا د ویروس د خپرېدو له امله عراق له دې هېواد سره ځمکنۍ پولې تړلې او ددې هېواد الوتنې هم ایران ته ځنډول شوې دي.

بلخوا د کویت هوايي شرکتونو اعلان کړی چې ایران ته یې خپلې ټولې الوتنې وروسته له هغې درولې چې په ایران کې هم د کورونا ویروس پېښې وموندل شوې.

همدارنګه د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن اعلان کړی و چې د دې هېواد یوه وګړې چې ایران نه ورستنه شوې په کورونا ویروس اخته شوې او دوه نورې شکمنې پېښې هم لیدل شوې دي. دا لومړی ځل دی چې په لبنان کې د کورونا ویروس پېښه ثبت شوې.

د دې هېواد د روغتیا وزیر زیاته کړې چې په دې ویروس اخته شوې مېرمن بیروت کې د "رفیق الحریري" روغتون ته لېږدول شوې ده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د عراق روغتیاپالان له ایرانه ورتلونکي مسافر ازمويي.

بلخوا د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې هم د کورونا لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. دا ویروس په یوه اسرائیلي وګړي کې موندل شوې چې له خپلو ۱۰ نورو هېوادوالو سره په هغه سیاحتي بېړۍ کې سپاره و چې د کورونا په شک جاپاني چارواکو قرنطین کړې وه.

دوی ټول له ۱۴ ورځني قرنطین وروسته تېره پنجشنبه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اسرائیلي چارواکو ویلي، له ستنېدو سره سم دوی قرنطین شوي دي. دا لومړی ځل دی چې اسرائیلو د کورونا د مثبتې پېښې اعلان کوي.

ورته مهال ایټالیا هم اعلان کړی چې ددې هېواد په شمالي لومباردي سیمه کې د جمعې په ورځ د کورونا شپږ پېښې یې موندلې دي. لومړی ځل دی چې له ایټالیا د کورونا د ویروس د مثبتو پېښو اعلان کېږي.

په ورته مهال جنوبي کوریا وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د کورونا شاوخوا ۱۰۰ نوې پېښې وموندل شوې.

کورونا ویروس چې د روغتیا نړیوال سازمان پرې د کووید- ۱۹ نوم اېښی، د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۵ زره کسان پرې اخته شوې دي.