BBC
 شاته

په سویلي کوریا کې د کورونا پېښې دوه برابره او په ایران کې د مړو شمېر پنځو ته لوړ شو

د انځور حقوق AFP
Image caption په سویلي کوریا کې تر اوسه د کورونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي دي.

سویلي کوریا وايي د کورونا ویروس مثبتې پیښې یوازې په یوه ورځ کې دوه برابره زیاتې شوې دي. چارواکو د شبنې ( د فبرورۍ ۲۲ مه) په ورځ وویل چې پرون د جمعې په ورځ ۲۲۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو اوس دا شمېر ۴۳۳ ته لوړ شوی دی.

د سویلي کوریا د روغتیا مرستیال وزیر کیم ګنګ لیپ ویلي د کورونا ویروس "اوس نوي او جدي پړاو ته داخل شوی. "

ځايي چارواکو ویلي د نویو مثبتو پېښو ډیره برخه په یوه روغتون او د هغې مذهبي ډلې په پلویانو کې ده چې سویل ختیځ ښار ډایګو کې میشته ده.

په سویلي کوریا کې تر اوسه د کورونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي دي.

ډایګو ښار او چیونګډو ښار چېرته چې دا روغتون موقعیت لري د خوندیتابه ځانګړې سیمې په توګه اعلان شوي او رپوټونو کې ویل شوي چې د ډایګو ښار واټونو تر ډېره د خلکو له تګ راتګه خالي دي.

اوس سویلي کوریا له چینه او له ډایمنډ پرنسېز بیړۍ وروسته پر کورونا وېروس ډېر شمېر اخته کسان لري. تر ټولو لوړ شمېر په چین کې دی چې د دې ناروغۍ له امله یې دوه زره او ۳۴۵ تنه مړه شوي او ۷۶ زره او ۲۸۸ تنه یې پر دې وېروس اخته دي. د جاپان په ساحل کې کې ولاړه بېړۍ ډایمنډ پرنسېز کې د کورونا وېروس ۶۰۰ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

بل لورته د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکرت تیدروس اډانوم ګیریسوس له چینه بهر په نورو هېوادونو کې د کورونا ویروس پر مثبتو پېښو اندېښنه ښودلې ده.

د انځور حقوق AFF/GETTY IMAGES
Image caption په ایران کې ډیرې پیښې په قم ښار کې ثبت شوي

هغه ویلي دي چې لویه اندېښنه اوس د هغو هېوادونو په اړه ده چې د روغتیا کمروزی سېسټم لري، په تېره د افریقا لویې وچې په ځینو هېوادونو کې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي اوس په ۲۶ هېوادونو کې د کورونا وېروس له ۱۲۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي دي او په دې هېوادونو کې لږ تر لږه اته تنه مړه شوي دي.

له دې هېوادونو یو د افغانستان ګاونډی هېواد ایران دی چې په کورونا وېروس د ۲۸ کسانو اخته کېدل او له دې امله د پنځو تنو مړینه تایید شوي دي.

د ایران چارواکو د دې ويروس د مخنیوي لپاره سر له سبا ( یکشنبې ۲۳ فبروري) په ټول ایران کې د یوې اونۍ لپاره ټول سینمايي او هنري پروګرامونه ځنډولي دي.

په ایران کې ډیرې پیښې په مذهبي ښار کې قم کې ثبت شوي. په دغه ښار کې به د دوه نورو ورځو لپاره هم ښوونځي او د زده کړې ټول مرکزونه تړلي وي.

خو په اراک ښار کې چې د کورونا وېروس له امله په کې یو تن مړ شوی، ټول ښوونځي د یوې اونۍ لپاره تړل شوي دي.