شاته

په ایران کې پارلماني انتخابات وشول

په ایران کې د جمعې په ورځ (فبروري۲۱) د پارلمان انتخابات وشول چې د چارواکو په خبره څه باندې ۵۷ میلیونه خلکو په کې ګډون کړی و.

د ایران د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره له ۱۶زره څخه ډېرو کسانونو نومونه ثبت کړي وو خو د ایران "شورا نګهبان" څه باندې ۷۰۰۰ کسان د کاندیدانو په توګه تاید کړي وو.

د ایران د "نګهبان شورا" د ایران د اسلامي جمهوریت یو نظارتي بسنټ دی چې د ایران د مجلس شورا پورې تړلو ټولو مسوبو د اجرا کیدو څخه وړاندې د تاییدولو او یا هم ردولو صلاحیت لري.

د "نګهبان شورا" په دغو ټاکنو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له دې کبله د ایران پر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي کلکه نیوکه وکړه.

ښاغلي پمپیو په خپل ټویټر کې ولیکل چې خامنه يي تر هر څه ډېر له شفافو او عادلانو ټاکنو څخه ډاریږي.

ښاغلی پمپیو وايي ایران په ټاکنو کې د هغو کسانو د کاندیدو مخه نیولې چېدایت الله علي خامنه يي د تګلارې خلاف دي.

د ایران پارلماني انتخابات په ۲۰۸ حوزو کې وشول چې د ایراني چارواکو په خبره شاوخوا ۵۷ میلیون کسانو پکې رایه ورکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل "هیله من یو چې د پارلمان یوولسمې دورې ته غوره کسان وټاکل شي. فعال مجلس، پوه مجلس او هغه مجلس چې وکولای شي د خلکو ستونزې حل کړي رامنځته شي، همدا د خلکو غوښتنه ده. "

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي دا انتخابات د ایران د ملي ګټو ضامن وبلل او ویې ویل: "په حقیقت کې ټاکنې د هیواد د ملي ګټو د ساتنې ضمانت کوي، هرڅوک چې د هیواد ملي ګټو سره علاقه ولري په ټاکنو کې دې ګډون وکړي. "

ایراني چارواکي وايي چې په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم د پام وړ وه. یوې ایرانۍ میرمن”مهناز بوستاني“ وویل چې په لومړي ځل یې په ژوند کې رایه ورکړه.

مېرمن بوستاني وايي: "لومړی ځل دی چې غواړم مجلس لپاره یو کاندید ته رایه ورکړم، یو ځوان پیژنم فکر کوم چې زموږ په درد ښه پوهیږي. "

د محمد علي وکیلي په نوم یو کس چې نوم یې د کاندیدانو له لست څخه ایستل شوی وویل: " له تیرو څو کلنو راهیسې غلط چال چلن حاکم دی، ترڅو چې دا کار اصلاح نه شي که خلک بدل رابدل هم شي کوم فرق پکې نه راځي بلکې یوازې د غلطیو شکل بدلیږي."

متحده ایالتونو د ایران ددې ټاکنوپه درشل کې د احمد جنتي سربیره د انتخاباتو پر پنځو چارواکو بندیزونه لګولي دي.