شاته

ولسمشر غني ته د اروپايي ټولنې د همکارۍ ژمنه او د بریا مبارکي

اروپايي اتحادیې پرون د فبرورۍ په ۲۰مه ولسمشر محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د داسې حکومت د جوړولو لپاره چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي، د غني د تعهد هرکلی کوي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دې ادارې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ لوی استازي، جوزف بوریل له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړي او هغه ته‌یې د بري مبارکي ورکړې ده.

جوزف بوریل له اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې، د دې هرکلی کړی چې د افغانستان تاکنیزو شکایتونو او څېړنو بهیر چې څو میاشتې وخت‌یې ونیو، د ټولو خواوو په شراکت کې پای ته ورسېد.

د اروپايي اتحادیې دې لوړ رتبه استازي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون کار هم ستایلی دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ لوی استازي، همداراز ویلي چې په افغانستان کې یې تل د اساسي قانون او ډیموکراتیکو بنسټونو ملاتړ کړی دی.

هغه په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته په اشاره کې ویلي چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت سره همکاري ته تیار دي.

جوزف بوریل تأکید کړی چې اوس دا لومړیتوب لري چې په افغانستان کې د داسې سولې لپاره چې ټول برخه په‌کې ولري، ملاتړ وشي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ لوی استازی جوزف بوریل
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ لوی استازی جوزف بوریل

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي او دا داسې فرصت دی چې باید ضایع نه‌شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې اشرف غني ۵۰،۶۴ فیصده رایې وړي او د ټاکنو ګټونکی دی. د ټاکنو خپلواک کمېسون پرون محمد اشرف غني ته د هغه د بري سند ورکړ.

ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د باورلیک د ترلاسه کولو پر مهال.
ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د باورلیک د ترلاسه کولو پر مهال.

محمد اشرف غني وویل: "دا وثیقه یو تعهد دی. دا په موږ د افغانستان د ولس باور دی. که خدای کول، دا امانت به چې د افغانستان خلکو راته سپارلی په لوړ سر ترسره کړم. تر ټولو لوی ویاړ به دا وي چې د خپلې دندې په پاي کې د ملي او شفافو ټاکنو پر اساس قدرت بل وګړي ته تسلیم کړم."

اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو باورلیک ترلاسه کړ

د ټاکنو د خپلواک کمېسون له‌خوا د ټاکنو د بریالي کاندید تر اعلان وروسته د نړیوالې ټولنې له‌خوا خاموشي په ځیني رسنیو کې بېلابېلې پوښتنې او انګېرنې مطرح کړې.

بالاخره، د اروپايي ټولنې له‌خوا دا خاموشي ماته شوه.

د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو د پوهنځي استاد امان‌الله احمدزي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د هغه له نظره، د افغانستان له ټاکنو د اروپايي ټولنې ملاتړ مهمه خبره ده.

امان‌الله احمدزی زیاتوي: "اروپایي ټولنه په افغانستان کې په ټاکنو کې له مهمو شریکانو وه، په عین وخت کې د سولې، امنیت، ډیموکراتیکو پرمختګونو او بشري حقونو د تأمین په اړه هم دخیله ده او د سولې په بهیر کې به له افغانستان سره په راتلونکو ګامونو کې هم ډېر نږدې شراکت لري. له دې امله، زما په فکر، د اروپايي ټولنې ملاتړ مهم دی، مهمه ده چې له نوي حکومت سره دوستانه اړیکې وساتي."

یوناما وايي د ډیموکراتیکو بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکوي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر، یوناما د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د یو شمېر کاندیدانو اندېښنو ته اشاره کړې او ویلي دي چې ملګري ملتونه به د افغانستان د خلکو او د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانستان د ډیموکراتیکو بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، ویلي چې په افغانستان کې ټاکنیزو ادارو ته به بې‌پرې مشورې ورکوي چې د کاندیدانو له لوري د درک وړ غوښتنې وکتل شي او سرته ورسېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست ته کاندید، عبدالله عبدالله د انتخاباتو پایلې رد کړې او ځان‌یې بریالی اعلان کړی دی. وسله‌والو طالبانو هم ویلي چې ټاکنې جعلي وې او د سولې د بهیر له محتوا سره اړخ نه‌لګوي.

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د ولسي جرګې له مشر، میر رحمان رحماني سره په کتنه کې ویلي چې دوي هیله لري د ټاکنو په وړاندې منفي غبرګون او د ټاکنو رد به د افغانستان د لانجې د حل لپاره خنډ نه‌جوړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د ولسي جرګې له مشر، میر رحمان رحماني سره په کتنه کې
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د ولسي جرګې له مشر، میر رحمان رحماني سره په کتنه کې

د روسیې د خبري اژانس تاس په حواله، سرګي لاوروف د عبدالله عبدالله او د وسله‌والو طالبانو غبرګون او وروستیو څرګندونو ته په اشاره کې ویلي چې دوی امید لري چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې او ورته پېښ غبرګونونه د افغانستان دننه د هغو ستونزو د حل مخنیوي نه‌کوي چې افغانان له ډېرو کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.