BBC
 شاته

ښځه ولې له واده ۶۰ کاله وروسته بېرته جهېز غواړي؟

تاج بي بي
Image caption بي بي سي ته په خبرو کې اسماعیل "بابا" وویل چې تاج بي بي ته يې ۳۵ کاله مخکې طلاق ورکړی.

"قاضي وویل هلک چېرې دی؟ چې زما سل کلن ورور له لکړې سره محکمې ته حاضر شو نو د قاضي په ګډون ټولو ناستو کسانو خندل، چې دا خو هلک نه بلکې زوړ بابا دی."

دا د نعمت علي خبرې دي. د ده پر ورور اسماعیل خپلې ښځې له واده شپېته کاله وروسته د لاهور په کورنۍ محکمه کې عریضه کړې چې جهېز دې بېرته ورکړي.

د پنجاب ایالت د پتوکي سيمې اوسېدوونکي اسماعیل په اړه ویل کېږي چې اوس سل کلن دی او مېرمن يې تاج بي بي ۹۵ کلنه ده. د دوی دواړو واده په ۱۹۶۰ کې شوی و، یاني له ننه نږدې شپېته کاله مخکې.

د دې نادرې قضیې د محاکمې پر مهال اسماعیل له خپل یوه ۸۵ کلن شاهد یحیا سره په محکمه کې حاضر شو. محکمې په قضیه کې ښکېلو دواړو غاړو ته بله نېټه ورکړه چې له شاهدانو او ثبوتونو سره ورته راشي.

د جهېز د بېرته اخیستلو غوښتنه

له بي بي سي سره د خبرو پر مهال د اسماعیل وکیلانو وسیم راجپوت او شهباز علي وویل چې تاج بي بي د دوی د موکل پر خلاف عدالت ته د بېلا بېلو توکو یو لېست سپارلی دی. په دغه غوښتنلیک کې یخچال، ګازي نغری، د جوس او جامو مينځلو ماشین، له لرګي جوړ توکي، دوه تولې سره زر او نور څيزونه یاد شوي او له اسماعیله يې د بېرته اخیستلو غوښتنه شوې ده. د دوی په خبره، دغه ټول توکي اوسنۍ شاوخوا لس لکه روپۍ بیه لري.

د اسماعیل د وکیل د استدلال له مخې، تاج بي بي د داسې توکو یادونه او غوښتنه کړې چې په ۱۹۶۰ کال يې په اړه چا فکر هم نشو کولی.

ده وویل، چې محکمه کې له تاج بي بي پوښتنه وشوه، تر واده وروسته دې ډوډۍ پخوله؟ ګاز و؟ نو دې په ځواب کې وویل چې، "زویه! په هغو وختونو کې خو موږ څراغ بلاوه. ګاز چېرې و؟"

د تاج بي بي د وکیل له لوري محکمې ته د سپارل شوي لېست له مخې د دې په جهېز کې ۱۰۷ جوړه کالي هم وو چې د هغه مهال نږدې ۲۸ زره روپۍ کېدې. خو چې د لرګینو توکو، سرو زرو او د کور د نورو شیانو بیه هم پکې حساب شي نو یو لک او لس زره روپۍ کېږي. دغه وکیل له محکمې غوښتي چې اسماعیل دې تاج بي بي ته دغه ټولې روپۍ ورکړي.

محکمې ته يې همدا راز ویلي چې اسماعیل بزګر دی، ځمکې لري او اته لکه روپۍ ګټي. تر دې پرته يې د مېښو او غواګانو یو فارم هم جوړ کړی چې یو لک روپۍ له هغه ورته راځي نو تاج بي بي ته ډېر په اسانه یو لک روپۍ ورکولی شي. د دې وکیل دا غوښتنه هم کړې چې اسماعیل به د ده موکلې ته د درملنې لپاره هم دوه لکه روپۍ ورکوي.

'چې ګاز او برېښنا نه وه نو نور توکي له کومه شول؟'

د اسماعیل ورور نعمت علي هم ویلي چې، "زموږ سيمې ته دا څو کاله مخکې ګاز او برېښنا راغلې، نو دې څنګه شپېته کاله مخکې په ګاز او برېښنا چلېدوونکي څيزونه په جهېز کې راوړي وو؟"

هغه ادعا وکړه چې دی او د یحیا په نوم د دوی یو خپل د اسماعیل او تاج بي بي د نکاح شاهدان وو، "تاج بي بي زما د عمه لور ده او هغې په جهېز کې هيڅ شی نه وو راوړي."

په محکمه کې د شاهد په توګه حاضر شوي یحیا هم پخپل بیان کې همدا د نعمت علي خبره تکرار کړه.

'تاج بي بي په جهېز کې يوه پياله هم نه ده راوړې'

بي بي سي ته په خبرو کې اسماعیل "بابا" وویل چې تاج بي بي ته يې ۳۵ کاله مخکې طلاق ورکړی.

"له دې سره زما واده د ایوب خان د حکومت په دویم کال وشو او هغه مهال زما مخکينې ښځې يوه پیاله هم په جهېز کې نه وه راوړې خو زما پلار ټولو وراباڼو ته د ګوړې وريژې پخې کړې وې. موږ د واده وريژې وخوړې، نکاح وشوه او دا مو راوستله."

د اسماعیل په خبره، "هغه مهال دوی موږ ته هيڅ شی رانکړل خو موږ د واده په مناسبت تاج ته کالي ورکړل. اوس دا داسې شیان غواړي چې په هغه زمانه کې پېدا کېدل هم نه. د تاج بي بي دا دعوا دروغ ده."

'کورنۍ مې په واده کې هر څه راکړي وو'

دلته اوس تاج بي بي دا دعوه کوي چې اسماعیل دې ته طلاق نه دی ورکړی. وايي، "زما مېړه ځکه بل واده وکړ چې اولاد مو نه درلود. ما نه غوښتل بل واده وکړي، ځکه چې ده او کورنۍ يې زه په ډېرو زاریو غوښتې وم. واده نه وروسته زه په هر څه کې مېړه سره ولاړه وم، خواري مزدوري مې ورسره کوله. زموږ تر منځ دومره مینه وه چې خلکو به د دوو پخوانیو مینانو هير، رانجا نوم راته اخیسته."

Image caption په محکمه کې د شاهد په توګه حاضر شوي یحیا هم پخپل بیان کې همدا د نعمت علي خبره تکرار کړه.

تاج بي بي وايي، وروسته يې په دې شرط اسماعیل ته د دویم واده اجازه ورکړه چې دا به حج ته بیايي، هره میاشت به خرڅ ورکوي او د کور نيمه برخه به د دې په نوم کوي.

خو دا زیاتوي، "د اسماعیل دویمې ښځې زه وهلم، ده ما ته خرڅه هم نه راکوله او څه موده وروسته يې له کوره وویستلم."

تاج بي بي وايي، "زما یوه مېښه هم دوی کره ده چې د هغې د شېدو په خرڅولو به مې ګوزاره کوله. کورنۍ مې د واده پر مهال د اړتیا وړ هر توکی راکړی و. اوس زه له ورور سره اوسېږم خو زما د جهېز ټول سامان هلته دی."

تاج بي بي اوس د خپل وراره د کور په یوه کوټه کې وړه هټۍ جوړه ده او په ګټه يې ګوزاره کوي. خو وايي، "اوس مې ګوزاره سخته شوې، ځکه غواړم چې که نور څه نه وي، مېړه دې هماغه زما برخه ځمکه راکړي، زه به يې په کرایه ورکړم او په هماغې به ژوند تېروم."

'زما سپين ږیری ورور په دې عمر سپکېږي'

د اسماعیل ورور نعمت الله وايي چې له تاج بي بي سره د ده د ورور واده ایله پنځه کاله دوام کړی و. په خبره يې، تر دې مخکې هم د ده مخکینۍ ورېندارې د ده پر ورور عریضه کړې وه او په اسماعیل يې تور لګولی و چې هغه د دې ځمکه لاندې کوي. "دې هغه ځمکه خپل وراره ته ورکوله خو تر څېړنو وروسته پولیسو هغه قضیه رد کړه."

نعمت الله تور پورې کړی چې تاج بي بي له اوږدې مودې راهیسې د ده ورور په عذابوي او جنګ ورسره کوي. په خبره يې، کله يې چې څه تر لاسه نه کړل نو اوس يې په لاهور محکمه کې د جهېز غوښتنې عریضه کړې. "زما ورور يې په دې سپينه ږيره سپک کړ."