BBC
 شاته

د جرمني هاناو ښار کې ډزو اته کسان وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
یوه عیني شاهد تر برید وروسته په ټیلیفون دا وېډیو اخیستې ده.

د جرمني پولیس وايي، د دغه هېواد د لوېدیځ هاناو ښار په دوو قیلون‌ خونو کې د ډزو له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

پولیسو بي بي سي ته ویلي، لومړی برید د هاناو ښار په یوه چایخونه کې شوی، چې درې کسان یې وژلي. دویم برید په کیسیلشتان کلي کې شوی، چې پنځه کسان په کې وژل شوي دي.

هاناو ښار له فرانکفورټ ښاره شاوخوا ۲۵ کیلومتره لیرې دی.

پولیس وايي، له بریدونو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او چورلکې هم ورغلې دي. تر اوسه د هېڅ برید انګیزه نه ده مالومه شوې، پولیس وايي، لا هم د مشکوکو بریدګرو په لټه کې دي.

پولیس زیاتوي، لومړی برید په ځايي وخت نیمه شپه شوی.

"بېلډ" ورځپاڼې د یوه چارواکي له خولې ویلي، مشکوک بریدګر له سیمې تښتېدلي او تري تم شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
تر ډزو وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې ده

د جرمني په دې ښار کې ډېر پولیس ځای پرځای شوي دي. دا برید څلور ورځې وروسته تر هغه شوی، چې برلین کې د ترکانو یوې کومیډي مېلې ته څېرمه هم ډزې شوې وې، چې یو کس یې وژلی و.

په وروستیو کلونو کې جرمني د سخت دریځو د خونړیو بریدونو شاهد و.