شاته

محمد اشرف غني وپېژنئ

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له پنځه میاشتو ځنډ وروسته د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج اعلان کړل او محمد اشرف غني ددې ټاکنو ګټونکی شو.

ښاغلی غني چې ۷۰ او د افغانستان برحاله ولسمشر دی، په ۱۳۲۸ هجري لمریز کال کې د افغانستان د لوګر په ولایت کې زېږېدلی دی.

نوموړی په ۱۹۷۷ کې له افغانستان څخه ووت او شاوخوا دوې لسیزې وروسته بېرته هېواد ته ستون شو. محمد اشرف غني د متحدو ایالتونو د کولمبیا د پوهنتون څخه په انسان پېژندنې کې دوکتورا لري.

اشرف غني ټاکنې وګټلې

نوموړی په نړیوال بانک کې د ۱۱ کلونو کار وروسته، په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان ته ستون شو، د ملګرو ملتونو سره یې کار پیل کړ او ورپسې د مرستو د همغږۍ د ادارې مشر شو.

ښاغلی غني چې هغه مهال یې د احمدزي تخلص هم کاروه، د ولسمشر حامد کرزي لخوا په ۱۳۸۴ کې د ماليي وزیر په توګه وټاکل شو. دی د افغانستان د ماليې یو بریالی وزیر بلل کېږي. د ده په وزارت کې افغانستان د نویو بانک نوټونو خاوند شو.

ښاغلي غني د ۲۰۰۹ کال ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوازې څلور سلنه رایې وګټلې، تر ټاکنو وروسته د کابل پوهنتون د مشر په توګه وټاکل شو. ښاغلی غني بیا وروسته د نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک د انتقال د بهیر مشري وکړه.

د ۲۰۱۴ کال د ناندریزو ټاکنو په پاې کې، ښاغلي غني،‌ د امریکا د هغه مهال د باندنیو چارو وزیر په منځګړیتوب، له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ملي یووالي د حکومت د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

محمد اشرف غني په درېیم ځل هم د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شو. د هغه لمړی مرستیال امرالله صالح او دویم یې سرور دانش دي.

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وشول چې شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۸ نېټه یې نتایج اعلان شول.

د کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وویل چې محمد اشرف غني (١٨٢٣٩۴٨) رایو له جملې څخه یې (۹۲۳۵۹۲) رایې ګټلې چې د ټولو رایو ۵۰.۶۴ فیصده کیږي، په دې حساب هغه د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.