BBC
 شاته

غني: د نژدې څلور زره امریکایي پوځیانو وتل به پر وضعیت هېڅ اغېز ونلري

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ویلي، افغان پوځ لا هم د نړیوالې ټولنې او ناټو له ملاتړه برخمن دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له افغانستانه د کابو څلور زره امریکایي پوځیانو وتل به د دې هېواد پر وضعیت هېڅ اغېز ونلري.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ماښام د افغان پوځ د قول اردوګانو له قومندانانو او د هېواد د امنیتي ادارو له مشرانو سره په یوه ځانګړې ناسته کې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې راغلي، افغان ځواکونه د ولسمشر، ملت، او نړیوالې تولنې له ملاتړه برخمن دي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وسله وال طالبان او امریکایان د سولې د خبرو د ګڼو پړاوونو په پای کې یوې خپلمنځي هوکړې ته سره نژدې شوې دي.

د وسله والو طالبانو سرچینو د دوشنبې پر ورځ وویل چې د دواړو خواو ترمنځ هوکړه به ډېر ژر لاسلیک شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني دوشنبه ماښام له افغان امنیتي چارواکو سره د سولې په اړه غږېدلی

د دې هوکړې له مخې به افغان طالبان تاوتریخوالی کموي، له افغان حکومت سره به مذاکراتو ته کېنې او امریکا به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دقیقاً څومره شمېر امریکایي پوځیان به له افغانستانه ووځي، خو تر دې وړاندې د شاوخوا پنځه زره امریکایي پوځیانو د وتلو خبره کېدله.

ولسمشر غني د دوشنبې ماښام ګلخانې ماڼۍ کې افغان امنیتي چارواکو ته ویلي، ناټو او نړیواله ټولنه لا هم د افغان پوځ د تمویل او ملاتړ پر ژمنه ولاړه ده.

نوموړي ویلي، د افغان جګړې په اړه د حکومت دریځ طالبان دې ته اړ ایستل چې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کېږدي.

د نوموړي په وینا، افغان حکومت چمتو دی چې له دې فرصته ګټه واخلي او روانه جګړه ختمه کړي، خو دا اوس طالبانو پورې اړه لري چې له دې فرصته ګټه اخلي او که نه.

د افغان سولې په تړاو په یوه جلا خصوصي غونډه کې ولسمشر غني د دوشنبې پر ماښام له یو شمیر والیانو سره هم په ارګ کې وکتل.

د ارګ په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي، په دې ناسته کې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د افغان حکومت مرکچي ډله به له ښکاره اصولو او کړنلارې سره په مذاکراتو کې ګډون کوي، او د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه به ولس کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسله وال طالبان وایي، ډېر ژر به امریکایانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شي

ناتائيد شوي رپوټونه وایي چې وسله وال طالبان به د روانې فبرورۍ میاشتې له ۲۲مې نېټې عملاً د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی کموي او بریدونه به نه کوي.

دا لړۍ ښایي یوه اوونۍ دوام وکړي، او ورپسې به د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.

له هغې به کابو لس ورځې وروسته، یعنی د مارچ میاشتې پر لسمه نېټه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.

خو باید یاونه وشي چې افغان او امریکایي چارواکو او یا هم وسله والو طالبانو پورته یادې شوې نېټې او کړنلاره رسماً نه دي تائید کړي. خو طالبانو ویلي د دې میاشتې تر پایه به له امریکایانو سره هوکړه لاسلیک شي.