شاته

د ملګرو ملتونو مشر د افغان کډوالو په اړه کنفرانس لپاره پاکستان ته تللی

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي چې د افغان کډوالو په اړه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی.

انتونیو ګوترش نن یکشنبه (فبروري ۱۶مه)په پاکستان کې د ځینو مېشتو افغان کډوالو سره ولیدل.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي:"د افغان پناه غوښتونکو نسل ژور داستانونه، هیلي او ارزوګانې راسره شریکي کړې."

نوموړي د تېرو ۴۰ کلونو راپدېخوا د پاکستان لخوا د افغان کډوالو کوربتوب ته په اشارې ویلي:"زه له نړیوالو غواړم چې له کډوالو نه د کوربانه هیوادونو نه ملاتړ وکړي او د کډوالو د ملاتړ په برخه کې ورته رهبري څرګنده کړي."

ټاکل شوې په پاکستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې سره په همکارۍ په هغه هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه دوه ورځنی کنفرانس تر سره کړي.

د افغان کډوالو په اړه دغه نړیوال کنفرانس د روانې فبروري میاشتې پر ۱۷ او ۱۸ مه په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو پوره کېدو په مناسبت په اسلام اباد کې تر سره کیږي.

پاکستان مخکې ویلي و چې په دغه کنفرانس کې به د ۲۰ هیوادونو حکومتي چارواکي او وزیران ګډون وکړي.

په یاد کنفرانس کې د افغان کډوالو پر وضعیت، ګواښونو، مرستو رسولو، خپل هیواد ته په داوطلبانه ډول ستنېدو باندې خبرې کیږي.

د افغان حکومت په مشرۍ د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دغه کنفرانس کې کډون کوي.

د ښاغلي دانش ددفتر مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان هیله داده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ډېره همغږي جوړه شي، په ځانګړي ډول د کډوالو د برخلیک، د هغوی د بېرته راتګ او د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې."

نوموړي زیاته کړه چې ښاغلی دانش به د یاد کنفرانس په څنډه کې د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي، د کډوالو له استازو او په هغه هیواد کې د مېشتو افغان سوداګرو سره هم وګوري او د هغوی ستونزې او غوښتنې به له نژدې واوري.

د کډالو چارو نړیوال سازمان د راپور په اساس اوس مهال په پاکستان کې ۲.۴میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه په قانوني او پاتې ۱.۱میلیونه یې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.