شاته

په چین کې د کرونا ویروس تلفات نژدې ۱۴۰۰ ته ورسېده

په چین کې چارواکي وایي چې په تازه پېښو کې شاوخوا ۱۲۱ نور کسان هم دکروناویروس له کبله مړه شوي دي او په دې سره د مړه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ ته ورسېده.

د چین د ملي روغتیا د کمېسیون چارواکي وایي چې ۵۰۹۰ کسان نور هم په دغه ویروس اخته شوي چې ورسره په ویروس د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۶۴زره ته رسېدلی دی. په دغو کسانو کې ۱۷۱۶ صحي کارکوونکي هم شامل دي. شپږ صحي کارکوونکي مړه شوي هم دي.

د چین د وهان ښار ته چې دغه مرګونی ویروس په کې په لمړي ځل پید شو، شاوخوا ۸۰زره روغتیايي کارکوونکي استول شوي چې د خلکو درملنه وکړي.

د چین د هوبي ایالت ۵۶میلیون نفوس قرنطین شوي دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د چین له حکومت څخه غوښتي دي چې د کروناویروس په اړه ورته نور وضاحت ورکړي. دا سازمان وايي چې دا ویروس نور وضاحت ته هم اړتیا لري.

امریکا هم د چین حکومت تورن کړی دی چې دکروناویروس په اړه په راپور ورکولو او معلومات ورکولو کې شفاف نه دی.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ ویلي دي چې هېواد یېد دغه ویروس په اړه له ورځې نړۍ ته شفاف معلومات ورکړي دي.