شاته

کونړ کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونونه اړولي

کونړ کې چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د زیات باران د زیات ورښت له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د کونړ امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت ازادي راډیوته وویل د شیګل ولسوالۍ اړوند د موڼې په کلي کې سیلاب یو کور په بشپړ ډول ویجاړ کړی او د کورنۍ نهه تنه یې ټپیان کړي او یو تن هم لادرکه دی.

امنیه قومندان دغه راز وویل، په نورو سیمو کې هم سیلابونه راوتلي خو یوازې مالي زیانونه اړولي دي.

بلخوا د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د تنګي ابریشم د ډبلۍ اوبو په سیمه کې چې د سروبي اړوند ساحه ده د سخت ورښت او ګلۍ ورېدو له امله یو لوی ګټ سړک ته را ښوئیدلی چې لاره یې د ټرافیکو پر مخ تړلې.

ځواک وايي، سیمې ته د سرک خلاصونې ټيم رسېدلی او هڅې روانې دي چې دغه لویه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.