شاته

وال ستریت ژورنال: طالبانو له اوربند سره موافقه کړې

امریکايي ورځپاڼې وال ستریټ ژورنال د افغانستان د جنګ او سولې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو، د طالبانو د مشرتابه شورا د یوې اوونۍ په مخه له اوربند سره موافقه کړې ده، دا هغه څه دي چې د لیکوال په باور راتلونکې میاشت د امریکا او طالبانو ترمنځ ښايي موافقې ته لار هواره کړي.

د دې لیکنې په دوام کې راغلي، د طالبانو د کوټې شورا په دې ښار کې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې له موقت اوربند سره سلا کړې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت او امریکا په ځلونو له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده.

د تېرې جمعې په ورځ هم د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل، که طالبان اوربند وکړي، د افغانستان حکومت هم تیار دی چې اوربند وکړي.

وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د یوه تن د څرګندونو پر اساس، چې په دې راپور کې یې هغه د طالبانو یو مهم غړی بللی او د طالبانو د کوټې په غونډه کې یې ګډون درلود، ویلي چې دې ډلې له موقت اوربند سره موافقه کړې ده.

تراوسه طالبانو رسماً په دې اړه څه څرګندونې نه دي کړي او د دې ډلې د قطر دفتر په دې باب د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

څو نورو امریکايي ورځپاڼو په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستې د وسله والو طالبانو د وړمې شپې د حملې خبر خپور کړی دی چې په لړ کې یې لس سرتېري ووژل شول.

ډیفنس پوسټ او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو ته دا موضوع له دې کیله د پام وړ ښکاره شوې چې طالبانو په سنګین ولسوالي کې پر دې پوستې د حملې لپاره تونل یا سمڅه کیندلې وه.

دواړو ورځپاڼو د افغان چارواکو په قول لیکلي چې د برید په مهال په پوسته کې ۱۸ سرتېري مېشت ول چې لس یې ووژل شول، ۴ ټپیان شول او څلور نورو د ورځپاڼو د لیکنې پر اساس په زړه ورتیا طالبان په شا وتمبول.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک ویلي چې لس سرتېري د پوستې په منځ کې د یوې زورورې چاودنې په نتیجه کې وژل شوي.

د تېرو کلونو په ژمو کې د طالبانو حملې هم سړېدې خو په ځانګړي ډول له کله چې نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه وتلي، طالبان د دوبي په شان په ژمي هم حملو ته دوام ورکوي.