شاته

دفاع وزارت: افغانستان کې د داعش ډله کلکه ځپل شوې

د افغانستان دفاع وزارت د وال ستریټ ژورنال د راپور په غبرګون وايي، په افغانستان کې د داعش ډله کلکه ځپل شوې ده.

امریکایي ورځپاڼې وال ستریټ ژورنال په یو تازه راپور کې ویلي چې، له عراق او سورېې وروسته، په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګه، یوه پیاوړې ډله پېژندل شوې ده.

دغې ورځپاڼې د یوه امریکایي چارواکي له خولې لیکلي دي چې، په افغانستان کې دغه ډله یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او تر ډېره حده ورسره د عراق او سورېې مالي ملاتړ کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه راپور په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې دغه ډله شته او فعالیت لري خو د افغانستان په ختیځ کې د دوی پټنځایونه ځپل شوي او ډیر شمېر جنګیالي یې امنیتي ځواکونه ته تسلیم شوي دي.

دد غه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي رادیو ته وویل: "د افغانستان په ختیځ کې مو دداعش ملا ورماته کړه، داعش په کې ماته وخوړه او مرچلې مو ورته ویجاړې کړې، څه باندې دوه زره یې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول، په سلګونو و وژل شول، او یو شمېر یې وتښتېدل."

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وايي، اوس په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیتونه پټ دي خو افغان ځواکونه به يې د هېواد په هره سیمه کې چې وي، وځپي.

بلخوا د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان پوهان وايي، داعش ډله په راتلونکې کې یو جدي ګواښ ګڼل کېدای شي.

د پوځي چارو له دغو پوهانو عیتق اله امرخېل ازادي رادیو ته وویل، د داعش د ډلې یو شمېر غړي اوس هم د افغانستان په شمالي، ختیځو او لویدیځو برخو فعالیت کوي او په راتلونکې کې کېدای شي په یو جدي ګواښ واوړي.

ښاغلی امرخېل وايي، دا احتمال هم شته چې د سولې له پروسې وروسته یو شمېر نا موافق طالبان، له دغې ډلې سره یوځای شي.

هغه زیاتوي: "دا شان ګونګوسي هم شته چې د طالبانو ځینو افراطي افرادو ویلي چې، که د طالبانو ‌‌ډله له افغان دولت او امریکا سره سوله وکړي، دوی به له داعش سره یوځای شي، مخکې هم لیدل شوي چې، سپین بیرغونه پر تورو بدل شوي، خلکو هم ویلي او احتمال یې هم شته."

د امرخېل په خبره، د داعش د ډلې ځینې افراطي غړي له ننګرهار نه کونړ ولایت ته تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې، افغان دولت ته، په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش د سلګونو غړیو او د دوی د کورنیو د تسلیمېدو خبرو ورکړی دی.