شاته

شمس بونیری: پښتانه شاعران باید مزاحمتي شاعري وکړي

د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:

ظاهرالله بابوجي د خپلو نویو کارونو په اړه معلومات راکوي.

په هنر جاج کې له انور وفا سمندر سره د پښتو متن په څومره والي او څرنګوالي غږیږو.

په فنکار برخه کې بونیر ته ځو او د شمس بونیري د ژوند او فن احوال اخلو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (هېر) واورئ.

او په وریښمین خیال کې به ډیکلمه شوي شعرونه واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

ازادي راډیويي مجله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:43:25 0:00
مستقیم لېنک