شاته

"کمېشنران بې طرفه دي، که امرالله صالح اسناد لري اړوندو ادارو ته دې وسپاري"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي د امرالله صالح وروستيو څرګندونو ته چې ددې کمېسیون یو کمېشنر یې د یوه ټاکنیز ټیم په پلوۍ تورن کړی وايي، که اسناد لري اړوند ادارو ته دې وسپاري.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ په یوې خبرې ناسته کې ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونو دوه کمېشنران ددوی د یوه رقیب ټیم په پلوۍ کار کوي.

د انتخاباتو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل، ددغه کمېسیون ټول کمېشنران بې طرفه دي او د هیڅ نوماند په ګټه کار نه کوي.

ښاغلي سادات وویل، که امرالله صالح د خپلې کړې ادعا په اړه اسناد لري د شکایاتو کمېسیون او لویې څارنوالۍ سره دې شریک کړي او یا دې د رسنیو له لارې ټول ولس ته وښيي.

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپلواکۍ ته احترام وکړئ. هغه ډول تورونه مه لګوئ چې واقیعت نه لري. که اسناد او شواهد په لاس کې لري اړوند ادارو سره یې شریک کړئ".

ښاغلي صالح تېره ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې د انتخاباتو کمېسیون او همداراز د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دوه کمیشنران تورن کړل چې دده په وینا ددوی رقیبې انتخاباتي ډلې ته کار کوي.

هغه په څرګنده د کوم کمېشنر نوم وانخیست، خو ادعا یې وکړه چې د ټاکنو کمېسیون ددوی رأیې ورکې کړي او په دې کار کې یو کمېشنر لاس لري.

نوموړي همداراز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر یوه غړي نیوکه وکړه چې له وخته مخکې یې قضاوت کړی او ویلي یې دي چې ګواکې د شکایتونو شمېر ته په کتو ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

د لومړنیو پایلو له مخې د دولت ساز ټیم څه باندې پنځوس فیصده رأیې اخیستي او د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی. ددغو پایلو په تړاو څه باندې ۱۶ زره شکایتونه ثبت شوي دي.

خو دا چې د دولت جوړوونکی ټیم په دې اړه اسناد لري او کنه ددې ډلې ویاندویانو په دې برخه کې له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله هم د ټاکنو پر کمېسیون تور پورې کړی و چې د دولت جوړوونکي ټیم په پلوۍ پرېکړې کوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي په کابل کې یوې خبرې ناستې کې د ښاغلي صالح ادعاوو ته غبرګون وښود.

"ما په دې برخه کې د چا خبرې نه دې اورېدلي چې څه یې ویلي، طبعآ چې انتخاباتي ډلې حق لري چې ادعا وکړي، خو ما په دې برخه کې د چا خبرې نه دی اوریدلي."

ټاکنیزې ډلې په داسې حال کې د انتخاباتي کمېسیونونو پر کمېشنرانو د جانبدارۍ تورونه لګوي چې وړاندې د ولسي جرګې انتخاباتو ددغو کمېسیونونو پخواني کمېشنران له وظیفوی صلاحیتونو په ناسمې استفادې مجرم وپېژندل شول او اوس زنداني دي.