شاته

پنتاگون: د افغانستان د جگړې په اړه مو خلک ندي تیرایستلي

د امریکا د دفاع وزارت هغه رپوټ ردوي چې گواکې لوړپوړو امریکایي چارواکو په عمدي توگه د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په هکله خلکو ته تیرایستونکي معلومات ورکړي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې پرون د دوشنبې په ورځ دسمبر ٩ هغه دولتي اسناد خپاره کړي چې ددې ورځپاڼې د رپوټ په بنسټ، لوړپوړو امریکایي مقاماتو د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په اړه په بې حده خوشبینانه ویناو خلک تیرایستلي دي.

ددغو اسنادو په بنسټ دغه لوړپوړي مقامات پوهیدل چې د هغوی ویناوې ناسمې دي او پدې اړه سرچینې پټې کړي دي چې د افغانستان جگړه د گټلو وړ نه وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډگروال تامس کمبل،‌ د امریکا غږ ته وویل چې دغه وزارت هیڅکله قصد ندی درلودلی چې کلنگرس او یا د خلک تیرباسي.

په خپاره شويو اسنادو کې د لوړپوړو پوځیانو او لوړپوړو حکومتي مقاماتو سره څه دپاسه ۴٠٠ مرکې شاملې دي. دغو چارواکو په افغانستان کې د تیروتنو په هکله چې څنگه متحده ایالات د تقریبا شل کلنې جگړې په کړکیچ کې گیر شول بې پایه انتقادونه کړي دي.

د خپرو شویو اسنادو په اساس د د امریکا د پوځ ډگرجنرال ډاگلز لوټ، چې د جمهور رئیس بوش او جمهور رئیس اوباما په ادارو کې یې د افغانستان د جگړې د مشاور په توگه کار کاوه په ٢٠١٥ کال کې ویلي وو چې "مونږ" د هغه څه په اړه چې مو کول روښانه انځور نه درلود.

واشنگټن پوست رپوټ ورکړی چې مرکې د مقاماتو د علني څرگندونو سره توپیر لري؛ هغه څرگندونې چې په افغانستان کې یې د امریکا د پرمختگ په هکله ډاډ ورکاوه.

د افغانستان په جگړې کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان وژل شوي چې په کې ملکیان، یاغیان او کورني او بهرني پوځیان شامل دي. په دې جگړه کې یواځې ۲۴۰۰ امریکایی پوځیان وژل شوي دي او واشنگټن شاوخوا یو تریلیارډ ډالر لگولي دي.