شاته

ټرمپ: که ولسمشر شوم ایراني کښتیو ته به سخت ځواب ورکړم

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، که دی انتخاب شي، هره هغه ایراني کښتۍ چې د سمندر په ازادو اوبو کې د امریکا سمندري ځواکونو ته خنډ جوړي، ډزې به پرې وکړي.

په فلوریدا کې پرون د انتخاباتي کمپاین پر مهال ټرمپ دا هم وویل چې دی به د امریکا پوځ دومره پیاوړی کړي چې څوک به یې بیا په وړاندې نه دریږي.

د جمهوري غوښتونکو کاندید چې دا خبره کوله په وروستیو کې یې د دفاع وزارت خبرې ته اشاره کوله چې ویلي یې وو، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له امریکایي بېړیو سره سخت چلند کړی دی.