شاته

د امریکا سره د نورو بندیانو تبادلې ته د ایران چمتووالی

د ایران او امریکا ترمنځ تیره اونۍ د بندیانو د تبادلې وروسته، تهران اوس وایي د نورو بندیانو تبادلې ته تیار دی.

د ایران د کابینې ویاند علي ربیعي نن دوشنبه (د دسمبر ٩) وویل: "مونږ همکارۍ ته تیار یو چې ټول هغه ایرانیان هیواد ته راشي چې په امریکا کې په غیر قانوني توگه بندیان دي".

دغه ایراني مقام وویل چې د دې هیواد د مشرتابه د موقف په اساس د بندیانو له تبادلې پرته به په نورو موضوعاتو خبرې ونشي.

دا پداسې حال کې دي چې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني تیره اونۍ وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره کتنې ته تیار دی.

د ایران دولتي خبري اژانس د ښاغلي روحاني له قوله ویلي چې: "بندیز غلط او ظالمانه دی، هغه دې لرې کړی شي او پدې شرایطو کې د مذاکرې لپاره کومه ستونزه نلرو".

د شنبې په ورځ چینایي الاصله امریکایي ژیو وانگ، د ایراني ساینس پوه مسعود سلیماني سره تبادله شو چې په امریکا کې بندي و.

ښاغلی وانگ د "جاسوسۍ" په تور په ایران کې په ١٠ کاله بند محکوم شوی و او ښاغلی سلیماني هم د ایران پر ضد د تجارتي بندیزونو نه د سرغړونې په تور په امریکا کې بندي و.