شاته

غني د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د استانبول پروسې ـ اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه نن یکشنبه ترکیې ته ولاړ.

ټاکل شوې دغه کنفرانس سبا دوشنبه د «لېندۍ پر۱۸مه» په استانبول کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري د ډسمبر پر ۸مه«لېندۍ۱۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې ولسمشر غني به په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زبیر جوینده هم تېره ورځ امریکا غږ ته وویل،چې په دغه کنفرانس کې د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان د سولې پر بهیر هم بحثونه کېږي.

هغه زیاته کړه:"په‌دې ناسته کې د نورو ناستو په څير ټول ګواښونه، پرمختګونه او په سیمه کې د ورځې تودې مسئلې تر څیړنې لاندې نیول کیږي. له دغو ګواښونو سره د مبارزې لپاره به نوي تعهدات وشي. ددې کنفرانس پایله به یوه نوې اعلامیه وي او قوي تعهدات به پکې وي".

دا چې دغه کنفرانس د افغانستان لپاره څومره مهم دی، د کابل پوهنتون استاد حکمت الله شهباز امریکا غږ ته وویل، چې د سیمې په کچه ترکیه، چین او هند د افغان سولې په برخه کې مثبت رول تر سره کولای شي.

هغه زیاته کړه: "ترکیه کولای شي، چې په اوس مهال کې د افغانستان د سولې په اړه یو نېک اقدام تر سره کړي،که څه هم ترکي سرتېري په افغانستان کې شتون لري او دغه هېواد د ناټو غړیتوب لري، خو بیا هم دا چې ترکیه یو اسلامي هېواد دی نسبت نورو هېوادونو ته به یې اغېز زیات وي."

دا د استانبول پروسې اتم کنفرانس دی چې، پنځلس غړي، شپاړس ملاتړي هیوادونه پکې ګډون لري او دوولس سیمه ییز او نړیوال سازمانونه به پدغه کنفرانس کې برخه واخلي.