شاته

۸۹ سلنه افغانان طالبانو سره د سولې له خبرو ملاتړ کوي ـ سروې

د ایشیا پاوندېشن یوه تازه سروې ښيي، چې ۸۹ سلنه افغانان له طالبانو سره د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي او ۶۴سلنه نور بیا له دغه ډلې سره سوله ممکن بولي.

دغه بنسټ وايي، په یاده سروې کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۷زره او ۸۱۲تنو نارینوو او ښځو سره د سولې، امنیت، ټاکنو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه مخامخ مرکې کړي دي.

په افغانستان کې د ایشیا پاونډېشن مشر عبدالله احمدزي د سې شنبې په ورځ د ډیسمبر پر ۳مه«لېندۍ۱۲مه» خبریالانو ته وویل، چې ۸۹ سلنه افغانانو له طالبانو سره د سولې له مذاکراتو ملاتړ کړی او ۶۴ سلنه نورو بیا له طالبانو سره سوله ممکن بللې ده.

د ایشیا پاونډېشن د سروې له‌مخې۳۶.۱ سلنه افغانانو د سولې روانو خبرو سره د جګړې ختمېدو، د امنیتي وضعیت ښه کېدو او د بیارغونې کارونو ته په کتو ویلي، چې هېواد یې ښه لور ته روان دی، نسبت تېر ۲۰۱۸ کال ته پکې ۳۳.۳سلنه زیاتوالی راغلی دی.

خو ۵۸.۲ سلنه نورو بیا ناامنیو، جنايي جرمونو، خراب اقتصادي وضعیت او د دولت د حاکمیت څرنګوالې ته په کتو ویلي، چې هېواد یې سم لور ته نه دی روان.

د یادې سروې څه باندې ۶۵سلنه ګډونوالو بیا ویلي، چې نه غواړي، د هېواد اساسي قانون، له کوره بهر د مېرمنو کارونه او د دغه هېواد قلمرو د سولې خبرو قرباني شي.

ایشیا پاونډېش ویلي، چې د یادې سروې ۶۰سلنه ګډون کوونکي مېرمنې دي، چې نسب نارینوو ته ښځو د سولې خبرو په اړه ډېره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه بنسټ د راپور له‌مخې ۷۵سلنه ګډونوالو د خپل ځاني امنیت په اړه اندېښنه ښودلې چې ارزګان او بادغیس یې تر ټولو لوړه کچه او پنجشېر او بامیان یې تر ټولو ټيټه کچه کې قرار لري.

د کلیوالو سیمو ۷۶ سلنه خلکو په دغه نظر پوښتنه کې طالبان د خپل ځان په وړاندې لوی ګواښ بللی، خو د ښارونو ۵۵ سلنه ګډونوالو بیا جنايي پېښې د خپلو ځانونو په وړاندې لوی ګواښ بللی دی.

۸۷سلنه نظر ورکونکو په دغه سروې کې په دیني مدرسو، ابتدايي ښوونځیو او لېسو کې د مېرمنو له زده کړو څخه ملاتړ کړی دی.

د یادې سروې له‌مخې ۷۲ سلنه نظر ورکونکو،بېکاري، ۳۹ سلنه لوړ زده کړو ته کم لاسرسی، ۱۹ سلنو رواني ناروغۍ، ۱۵ سلنهخراب اقتصادي وضعیت او ۹ سلنه نورو نا امنۍ د خپلو جدي ستونزو په توګه یاد کړي دي.

په دغه سروکې نژدې ۵۰سلنه ګډون کوونکو ویلي، چې اقتصادي وضعیت یې خراب شوی دی.