شاته

له طالبانو سره موافقې ته د رسېدو لپاره د ټرمپ هڅه

«ډانلډ ټرمپ یو وار بیا هڅه وکړه چې له افغان طالبانو سره موافقې ته ورسېږي.» دا د افغانستان په اړه د اکانومیسټ مجلې د لیکنې سرلیک دی.

په دې لیکنه کې ویل شوي، له هغه وخته چې ولسمشر ټرمپ په سپټمبر میاشت کې له طالبانو سره خبرې ودرولې، ډېر څه بدل شوي نه دي.

مجلې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د وروستي سفر یادونه کړې او لیکلي یې دي چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په بګرام هوايي اډه کې د شکر ایستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو خبره وکړه.

ټرمپ وویل چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم کړي. اوس شاوخوا ۱۳ زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي.

اکانومیست مجلې د ولسمشر ټرمپ دې خبرې ته هم اشاره کړې چې ویې ویل له طالبانو سره تر موافقې او په افغانستان کې تر بشپړ بري پورې به امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.

ګارډین ورځپاڼه

«په افغانستان کې سوله لا هم له خنډونو سره مخامخ ده.»

دا خبره د ګارډین ورځپاڼې د لیکنې په پیل کې خپره شوې ده.

د ورځپاڼې لیکوال ویلي، ټرمپ ادعا کوي چې خبرې بیا پیل شوي دي خو دا څرګنده نه ده چې اساسي ستونزې حل شوي او که نه دي.

د مقالې په دوام کې لولو، د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو لوېدیځوالو استادانو سره د طالب بندیانو تبادلې وښوده چې طالبان لا هم لېوالتیا لري چې د افغانستان جګړه د خبرواترو له لارې پای ته ورسېږي.

خو د لیکنې لیکوال وايي، طالبانو د ټرمپ د تازه څرګندونو په غبرګون کې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې لا وختي ده چې د مخامخ خبرو د بیا پیلېدو په اړه څه ووايي.