شاته

ولسي جرګې د سولې بهیر د بریا لپاره په اوربند ټینګار وکړ

د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسی جرګه هم وایي چې د سولې بهیر د بریا لپاره اوربند یوه حتمی خبره ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د بیا پیلیدو په هکله د خبرو او بحثونو په ګرمېدو سره جوخت د افغانستان ولسي جرګه هم پر اوربند ټینګار کوي.

د دې جرګې رییس میر رحمان رحماني د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د یو شمېر وکیلانو له بحثونو روسته وویل، چې په جګړو او تاوتریخوالي کې ترډېره ملکي خلک وژل کېږي او د سولې له هوکړې د مخه باید اوربند وشي.

هغه وویل: "سراسري اوربند او د تاوتریخوالي کمول باید د هرډول خبرو او تفاهم لپاره زمینه برابره کړي ځکه چې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی زمونږ د بې ګناه وطنوالو پر وړاندې کیږي، دا د منلو وړ نه ده چې طالبان له امریکایانو سره معامله وکړي او د هېواد په دننه کې جنایتونه ترسره کړي."

خو ښاغلی رحمانی وایي، چې د افغانستان حکومت باید له طالبانو سره د خبرو آترو له پیلېدو مخکې یوه داسې اجماع رامنځته کړي چې په کې سیاسي جریانونه، مدني بنسټونه، دیني علما او ښځې شاملې وي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال سید محمد جمال بهشتي وایي چې له طالبانوسره له اوربند پرته د سولې هوکړه نتیجه نه ورکوي ځکه چې د ده په خبره اوربند سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره لومړنی ګام دی.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو محمد اشرف غنی او ډونالډ ټرمپ هم په بګرام کې د لیدو پرمهال ویلي چې که طالبان د سولې هوکړې ته ژمن دي نو باید د اوربند وړاندیز ومني.

د افغانستان او امریکا ولسمشران بګرام کې د خبرو پرمهال
د افغانستان او امریکا ولسمشران بګرام کې د خبرو پرمهال

ښاغلي ټرمپ دغه راز ویلي، هغې هوکړې ته چې غواړو له طالبانوسره ورسېږو هغه به صادقانه وي او دې ډلې چې مخکې به یې اوربند ته غاړه نه ایښوده اوس یې مني.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د شنبه په ورځ په یوه استول شوي پیغام کې آزادي راډیو ته وویل چې له امریکا سره د سولې د موافقتنامې له مخې،اوربند به له هوکړې وروسته وشي.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم وایي، ښايي طالبان ترکومه چې له امریکا سره د سولې د هوکړې په اړه اطمینان پیدا نه کړي، اوربند به چمتو نه شي.

هغه زیاتوي: "د طالبانو جنګیالي چې عملاً جنګ کوي د دې ډلې قوت دی، که چیرې دا ډله اوربند وکړي د دې جنګیالیو جنګي انګېزه یا متاثره کیږي او یا هم له منځه ځي، د طالبانو رهبري وایي که امریکا د سولې د هوکړې په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي او یا دې ډلې ته تضمین ورکړي، نو اوربند به وکړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې آترې درې میاشتې مخکې، کله چې دغې ډلې په کابل کې د هغې انتحاري حملې مسوولیت واخیست چې د یوه امریکایي پوځي په ګډون ۱۲ تنه په کې ووژل شول د امریکا د ولسمشر له خوا لغوه شوې.

خو د راپورونو پر بنسټ د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې بیا په قطر کې له طالبانو استازو سره لیدلي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ هم ویلي چې له طالبانو سره مذاکرات بیا پیل شوی دي.